لوګر د لوړو زده کړو موسسې مخکښ زده کړيالان وستايل شول!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۸
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۳مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې مخکښ زده کړيالان د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د انسجام عمومي مدیریت په هڅو د يوې غوندې په ترڅ کې وستايل شول.
په غونډه کې د دغې موسسې رييس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په خپلو خبرو کې مخکښو زده کړيالانو ته د مبارکۍ تر څنګ د دوی د هڅونې په موخه دوی له وخت څخه د سمې ګټې اخیستنې په لړ کې پر ښه درس ویلو او همدارنګه په مسلکي برخو کې د علمي څېړنو پر ترسره کولو مکلف یاد کړل.
ورته مهال د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي په خپلو خبرو کې د هيواد پرمختګ او غوره خدمت په لوستو او مسلکي ځوانانو پورې تړلی وباله او زياته يې کړه، چې د غفلت او اخلاص نه کولو په صورت کې به د هېواد خلکو او خدای تعالی په وړاندې مسؤل يو.
په دغه غونډه کې  د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو څخه ۱۲ تنه مخکښ زده کړيالان غوره شوي وو، چې د دغه تحصیلي مرکز په کچه لومړی مقام ښاغلي فضل الهادي د برات خان زوی د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانګې د درېيم ټولګي زدکړه کړيال، دويم مقام ښاغلي صفي الله د محمد ولي جان زوی د ښوونې او روزنې پوهنځي د بيولوژي څانګې د څلورم ټولګي زده کړيال او همدا راز درېيم مقام ښاغلي مطیع الله د صاحب خان زوی د کرنې پوهنځي د څلورم ټولګي زدکړيال خپل کړی و.
یاده غونډه مخکښو زده کړيالانو ته د ترتیب شويو ستاينپاڼو تر وېش وروسته د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

دوشنبه: د ۱۴۰۴کال سرطان/چنګاښ ۱۶مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۱۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د جیولوجي او کانونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۱
Background image

د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې زده کړیالانو کابل پوهنتون ته علمي سفر ترسره کړ!

شنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱۴مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو زده کړیالانو کابل پوهنتون ته د عملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د جیولوجي او کانونو پوهنځي زده زده کړیالانو د لوګر (مس عینک کان) ته علمي سفر ترسره کړ!

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱۲مه او د د۱۴۴۷ محرم الحرام ۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو پلټنې او اکتشاف څانګې (۲۹) تنو زده کړیالانو د لوګر. . .

BACK TO NEWS