۱۱.۷. کمپیوټر زده کړې څانګه

کمپيوټر زده کړې څانګه

مخینه

د کمپیوټر زده کړې څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځی په چوکاټ کې د لوړو زده کړو وزارت د (۲۲۶۸)ګنې د وړاندیز او د ۴/۹/۱۴۴۴ ه ق کال سره سم او د ریاست الوزرا د عالي مقام د (۳۳۰۵) ګڼې حکم د ۱۰/۹/۱۴۴۴ هـ ق نیټې سره ایجاد او په فعالیت پیل وکړه د کمپیوټر زده کړې څانګې  د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۳ هـ ش کال لومړۍ دوره محصلان جذب کړل.

لرلید

د کمپیوټر زده کړې څانګه  هڅه کوي چې د معیاري تدریس له لارې مسلکي کادرونه او ښوونکي وروزي، څو د هیواد په کچه مثبت بدلون رامنځته کړي او یوه منل شوې څانګه وګرځي.

رسالت

د کمپیوټر زده کړې څانګه د معیاري تحصیلي نصاب، عصري تدریسي میتودونو، معاصرې تکنالوژۍ او څېړنیز مهارتونو پر بنسټ سمبال ژمن، مسلکي کادرونه او ښوونکي روزي.

تشکیلاتي جوړښت

11

د نوماند پوهنیار بریالی رؤفي بیوگرافی

 بریالی رؤفي د رحیم ګل زوی دی، چې د میدان وردګو ولایت، سیدآباد ولسوالۍ، تنګي دره جان محمد خېل کلي اوسېدونکی دی. ښاغلي رؤفي خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي د امام مسجد له ملام امام څخه ترلاسه کړي دي.

نوموړی په ۱۳۸۳ هـ ل کال کې د کابل ښار د امام ابوحنیفه عالي لېسه کې شامل شو او په ۱۳۹۴ هـ ل کال کې له همدې لېسې څخه په درېیمه درجه فارغ شو. وروسته، په ۱۳۹۵ هـ ل کال کې د عمومي کانکور له لارې د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کمپیوټر ساینس څانګې ته بریالی شو او په ۱۳۹۸ هـ ل کال کې له یادې څانګې څخه د ۸۰.۵۲٪ نمرو په ترلاسه کولو فارغ شو.

له فراغت وروسته، ښاغلي رؤفي په ۱۳۹۹ هـ ل کال کې د پکتیا ولایت د صدارت خصوصي عالي لېسه کې د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه. بیا په ۱۴۰۰ هـ ل کال کې د پکتیا ولایت د مرکزي ګمرک ادارې مدیر وټاکل شو.

په ۱۴۰۱ هـ ل کال کې، نوموړی د وردګو ولایت د وردګ پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیر وټاکل شو. همداراز، د همدې کال د ۷مې میاشتې په ۶مه نېټه د یوې رقابتي ازموینې له لارې د لوګرپوهنتون  د کمپیوټر ساینس څانګې د علمي کادر غړی شو.

په ۱۴۰۳ هـ ل کال کې، ښاغلی رؤفي د عمومي کانکور له لارې د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ ماسترۍ برنامې ته بریالی شو او په ۱۴۰۵ ل کال کي نوموړي د ماستری څخه فارغ شو اوس مهال د کمپیوټر زده کړی څانګي د آمر په توګه خپله دنده پرمخ وړي .

د کمپیوتر زده کړی څانګی محصلانو لارښود کتاب

د کمپیوټر زده کړې څانګه کتلاک

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم