انګلېسي ژبې ادبیاتو څانګه

                       

مخینه

د انګليسي  ژبې او ادبياتو څانګه د ملکي لوړو زده کړو مؤسسو عالي شوری د (۵) ګڼې ۱۵/۰۸/ ۱۳۹۸ نېټې (۱۷) بند تصويب پر بنسټ د يو غير فارغ ورکوونکې څانګې په حيث د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې داخل شوه، او په ۱۵/ ۰۲/ ۱۴۰۰نېټه يې په فعالیت پيل وکړ. یاده څانګه اوس مهال پنځه تنه کادري غړي لري چې په ۱۴۰۴ هــ.ش کال کې لومړۍ دوره محصلان جذب کړل.  

لرلید

د انګليسي  ژبې او ادبياتو څانګه هڅه کوي چې د هېواد په کچه د انګليسي  ژبې او ادبیاتو په برخه کې د ټولنې او د کار بازار د اړتياوو په پوره کولو کې ځانګړی مقام تر لاسه کړي.

رسالت

د انګليسي  ژبې او ادبیاتو څانګې ټولیز ماموریت د متعهدو، باتجربه او مسلکي استادانو، پرمختللې ټکنالوژۍ او عصري میتودونو په کارولو سره د انګليسي  ژبې او ادبیاتو په برخه کې د زده کړيالانو د پوهې او مهارتونو د کچې لوړول دي.

11

د پوهنیار رفيع الله سعید لنډه بيوګرافي

د لوګر پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځي، انګليسي  ژبې او ادبياتو څانګې کادري غړی او د یادې څانګې آمر پوهنیار رفيع الله سعید د جمال الدين زوی په ۱۳۷۳ کال کې د ننګرهار ولایت مرکز اړوند اتمه ناحيه کې په یوه دینداره کورنۍ کې دې فاني نړي ته سترګې غړولي دي. له ابتدايي او ثانوي زده کړو وروسته په ۱۳۹۱ کال کې له محمدي صاحبزاده عالي لېسې څخه فارغ او د ۱۳۹۳ کال کانکور آزموینې له لارې د ننګرهار عالي دارالمعلمين انګليسي  څانګې ته بریالی شو. په ۱۳۹۵ کې له یادې څانګې څخه په عالي درجه فارغ شو چې وروسته بيا د یوې اختصاصي ازموينې له لارې په کال ۱۳۹۶ د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي انګليسي  ژبې او ادبیاتو څانګې ته بریالی شو. په ۱۳۹۸ کال له یاد پوهنځي څخه فارغ شو چې له فراغته درې مياشتې وروسته په  همدې کال کې د یوې آزادې سیالۍ آزموینې له لارې د الفلاح (خصوصي) پوهنتون ته د انګليسي  ژبې د استاد په حیث بریالی شو. په یاد بنسټ کې وروسته له دوه کاله خدمت څخه په ۱۴۰۰ کال کې د آزادې رقابتي آزموینې له لارې لوګر پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځي، انګليسي  ژبې او ادبیاتو څانګې ته د علمي کادر په حيث بريالی شو چې له همدغې نېټې وروسته په یاد زده کړييز بنسټ کې د هېواد د بچيانو په روزنه بوخت دی.

انګلیسی څانګی دمحصلانو لارښود کتاب

انګلیسی ژبی او ادبیاتو څانګی  نصاب

دانګلېسي ژبې او ادبیاتو څانګې کټلاګ

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم