کانونو رااېستلو انجنیرۍ څانګه

لرلید:

موږ به غوره زده کړیالان د لوړو زده کړو له لارې په سوله ایز او ښه څیړنیز چاپیریال کې د تجربه لرونکو اکاډمیک کادر لخوا وروزو، ترڅو وکولی شي په بیلابیلو علمي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د ټولنې رهبري وکړي.

ماموریت:

د کانونو رااېستلو څانګې دنده نه یوازې د لوړو زده کړو د نافذه قوانینو سره سم د کانونو انجینرۍ د محصلینو د پوهې د کچې لوړول دي، بلکې د دې څانګې د مادي او معنوي تجهیزاتو برابرول او د علمي او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي.

د څانګې تاریخچه

د کانونو رااېستلو انجنیرۍ څانګه په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې په هېواد کې د کانونو د خامو موادو د تخنیکي او فنی رااېستلو او ګټه اخیستنې په برخه کې د کانونو د انجینرانو د روزنې په موخه جوړه او په فعالیت یې پیل وکړ. دا څانګه په پرانیستې او ځمکلاندې (زیرزمینی)  طریقې په مرسته د ډبرو سکرو د کانونو، تورو فلزاتو، رنګه فلزاتو او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د را اېستلو په برخو کې متخصصین روزي او ټولنې ته یې وړاندې کوي.

د لوړو زده کړو وزارت د انکشافي پلان او د بازار د اړتیاوو پر بنسټ، په دې څانګه کې د کریډیټ سیسټم تطبیق کیږي او له دې امله  چې دا څانګه نوې جوړه شوې، تر اوسه کومه دوره فارغ نلري. په دې څانګه کې د زده کړې موده ۹ سمسترونه یا څلور نیم کاله ده او وروستی سمستر د ډیپلوم پروژې دفاع ته وقف شوی دی.

هغه محترم استادان چې نومونه یې لاندې ذکر شوي دي اوس مهال په دغه څانګه کې په تدریسي بهیر بوخت دي:

۱- نوماند پوهنیار صفي الله مياخېل د څانګې سرپرست آمر

۲- نوماند پوهنیار سیدالله صافی استاد

په پام کې ده چې دوه نور استادان هم د دې څانګې په علمي کادر په خالي بستونو کې د آزادې سیالۍ له لارې شامل شي.

نوماند پوهنيار صفي الله مياخيل بيوګرافي :

نوماند پوهنيار صفي الله مياخيل د ميرعطاء زوی او د مرجان لمسی په کال ۱۳۷۴ د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ په يوه متدینه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې  وغړولې .

زده کړې :

په کال ۱۳۹۲ کې د خواجه لکن له عالي لېسې څخه فارغ او په کال ۱۳۹۳ کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځی د کانونو د رااېستلو څانګې ته بريالی شو.او وروسته په اعلی درجه په کال ۱۳۹۷ کې له یادې څانګې څخه فارغ شو.  

صفي الله مياخيل په کال په کال ۱۴۰۰ کې د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د جيولوجي او کانونو پوهنځی د کانونو د رااېستلو په څانګه کې د استاد په توګه شامل شو، همدارنګه نوموړی اوس مهال د کانونو رااېستلو انجنیرۍ څانګې د آمریت سرپرستی هم په غاړه لري.

ښاغلی صفي الله مياخيل په دري، پښتو او انګليسي ژبو خبرې او ليکنې کولای شي.