۱۱.۶. اسلامي علومو او فرهنګ څانګه

مخینه

اسلامي ثقافت څانګه په ۵/۸/ ۱۳۹۸ هـ ش کال د ښوونې او روزنې پوهنځې په چوکاټ کې د غیر فارغ ورکونکې څانګې په توګه تاسیس شوه، چې بیاوروسته په کال ۱۴۰۲ هـ ل کې په فارغ ده څانګه بدله شوه، چې په خپلو تخصصی ټولګیو  کې د تدریس ترڅنګ یې په نورو پوهنځيو کې د  اسلامي ثقافت پوهنتون شمول مضامین د تدریس چارې هم پرمخ بیولې، چې بیا په کال ۱۴۰۴ کال په شرعیاتو پوهنځي کې د اسلامي ثقافت څانګې په ایجاد سره د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې پنځه تنه استادان په کې تعین بست شول او د اسلامي ثقافت د پوهنتون شمول مضامینو د تدریس چارې پرمخ بیایي او په اسلامي علومو او فرهنګ څانګه کې پاتې څلور تنه علمي کادر غړي د څانګې په تدریسی، اداري او تحقیقي چارو بوخت دي.

لرلید

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه به د هیواد په کچه یوه منلی شوی څانګه وي، چې فارغ کادرونو به یې د هیواد په پوهنیز، عدلي قضايي او دعوت او ارشاد برخوکې مثبت تغیر راوستونکې وي.

رسالت

 د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه د خپل نصاب پر بنسټ د هیواد د پوهنیز سیستم لپاره مسلکي او متعهد معلمین روزي او د هیواد ځوان نسل په اسلامي فرهنګ د سمبالښت ترڅنګ، د اسلام د اصیل فهم پاللو او ترویجولو لپاره هلې ځلې کوي.

11

د پوهنیار احمد غیور یوسفزی مختصر بیوګرافي

 پوهنیار احمد غیور یوسفزی د احمد شاه زوی د الحاج عبدالقیوم لمسۍ دی. چې په ۱۳۶۹ کال کې د لوګر ولایت څرخ ولسوالی په یوې متدینې کورنۍ کې زیزدلی، لومړنۍ زدکړې یې په پاکستان کې ترسره کړی، په ۱۳۸۶ کال کې د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځی د اسلامی تعلیماتو څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۱ کال له نوموړي څانګې څخه په کادري نمرو فارغ شو، له فراغت وروسته د آزاد رقابت له لاري د ۱۹/۱/۱۳۹۲ نیټه د پکتیکا پوهنتون ښونې او روزنې پوهنځی د اسلامی ثقافت څانګې ته د علمي کادر  په توګه وګمارل شو.احمد غیور یوسفزی په ۱۳۹۵کال کې دننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د تفسیر او حدیث ماسټرۍ  برنامې ته د آزاد رقابت له لارې کامیاب شو چې په ۱۳۹۷ کال کې یې له یاد بنسټ څخه د ماسټرۍ  سند ترلاسه کړ، نوموړی د لوړو زدکړو وزارت د (۴۹۴۷) ګڼه او ۹/۹/۱۳۹۹ نیټې حکم او د تقرر او ترفیعاتو محترم ریاست (۷۴۸)ګڼه او ۱۰/۹/۱۳۹۹ نیټې مکتوب په اساس د لوګر لوړو زدکړو مؤسسه کې د ښونې او روزنې پوهنځی د اسلامي ثقافت څانګې ته تبدیلي وکړه او اوس مهال د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې د آمر په صفت دنده ترسره کوي.

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه د محصلانو لارښود کتاب

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه کتلاک

 

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم