د فقهې او قانون ډیپارټمنټ مخینه
د فقه او قانون څانګې تاریخچه:
فقه او قانون څانګه د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې یو معتبر تحصیلي او علمي فارغ ورکوونکی واحد دی چې په ۱۴۴۴ هـ ق کال یې په فعالیت پیل کړی، عدلي، قضایي، قانون جوړونې او اړونده ادارو ته د لېسانس په کچه مسلکي کادرونه وړاندې کوي، فقه او قانون څانګه د پنځو تنو ماسټرانو په کچه علمي کادر غړو لرونکې ده چې (۱۵۴) تنو محصلانو ته د لوړو زده کړو محترم وزارت د نصاب ریاست له لوري تائید شوی نصاب تدریسوي او په څلورو کلونو او اتو سمسترونو په دوره کې یو فراغت ورکوي، تر اوسه یې(۱۴۴۸هـ ق – ۱۴۰۵هـ ش) یوه دوره فراغت هم ورکړی دی.
لرلید(Vision)
فقه او قانون څانګه غواړي چې د هیواد په کچه د حنفي فقه، حقوقي زده کړو، علمي څېړنو او د مسلکي کادرونو په روزنه کې د یوې مخکښې او باوري علمي مرجع په توګه وځلیږي.
رسالت (Mission)
فقه او قانون څانګه د معیاري نصاب د تدریس او د علمي څېړنو له لارې، ټولنې ته د خدمت او د اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه، په اسلامي ارزښتونو سمبال مسلکي کادرونه روزي، ترڅو د هېواد په عدلي، قضایي او تقنیني برخو کې شته ننګونو ته حل¬لارې وړاندې کړي.
اهداف:
1. علمې څېړنو کې نوښت ته وده ورکول.
2. کیفیت لوړول.
3. ظرفیت لوړنه.
4. د تحصیلي خدمتونو زیاتوالی.
5. مؤثر تدریسي خدمتونه.
6. عملي زده کړو ته زمینه برابرول.
ارزښتونه:
1. اسلامي ارزښتونو ته درناوی.
2. اخلاص او ريښتنولي.
3. مسلک او استعداد.
4. په چارو کې شفافیت.
5. علمي اصولو ته درناوی.