د شرعیاتو پوهنځي د رئیس پیغام
نحمده و نصلي علی رسوله الکریم.
اما بعد: له نیکه مرغه په هیواد کې د استعمار لمن ټوله شوې ده، د یوه سوچه اسلامي نظام په راتګ سره د هیواد په مختلفو برخو کې ګڼ شمېر تعلیمي ادارې رامنځته شوې دي، ترڅو خلکو ته د علم په برخه کې چې په اسلامي شریعت کې یو ځانګړی مقام لري، باکیفیته معیاري خدمات وړاندې کړي، او ټولنې داسې مسلکي اشخاص وروزي چې دنیاوي او اخروي دواړو ګټې ترې لاسته راوړي او دا د اسلامي نظام یوه مهمه ځانګړنه ده چې په ټولو مواردو کې د ټولنې لپاره له دنیاوي ګټو سره اخروي ګټې هم په نظر کې نیسي.
بناء د شرعي علومو په برخه کې د باکیفیته شرعیاتو پوهنځیو رامنځته کول او په شرعي علومو کې جدید تحقیقاتو ته توسعه ورکول یو مهم فقهي اصل دی، او یاد اصل ته د ژمنتیا په خاطر مونږ هڅه کوو چې باکیفیته علمي او څیړنیز فعالیتونه ترسره کړو، ترڅو په دې سره وکولی شو چې نویو قضایاو ته د حنفي فقهي په چوکاټ کې حل لارې پیدا کړو او ټولنې ته د نوي نصاب او نویو تدریسي میتودونو له لارې وړ مبلغ اشخاص وړاندې کړو.
مولوی محمدابراهیم حقاني
د شرعیاتو پوهنځي رئیس
شرعیاتو پوهنځی
مخینه(History)
شرعياتو پوهنځی، لوګر پوهنتون په چوکاټ کې په (۱۴۴۳هـ ق). کال، د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت په وړانديز او د رياست الوزراء محترم اداري معاونیت د (۱۳۵ ج ۱) حکم پر بنسټ په (۲۶\ ۸\ ۱۴۴۳هـ ق) نېټه ایجاد او په اکاډمیک فعالیت یې پیل وکړ، د (۱۲) تنه کادري غړو پرمټ يې د تدریس چارې مخته وړل کيږي، دا مهال (300) تنه برحاله زده کړیالان لري چې تر دې دمه په دغه علمي بنسټ کې لوړې زدهکړې کوي.
لرلید(Vision)
شرعياتو پوهنځی هوډ لري چې په راتلونکي پنځه کلونو کې د شرعي علومو او اسلامي حقوقو په برخه کې د هیواد په کچه د مطرح علمي بنسټ په توګه وځلیږي.
رسالت(Mission)
شرعياتو پوهنځی د افغاني عرف او اسلامي کلتور سره سم؛ په فقه- قانون او اسلامي تعلیماتو څانګو کې کار پوه، مسلکي او ژمن کادرونه روزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.
موخې((Goals
- د هیواد، نافذه قوانینو او عرف په رڼا کې د فقهي او حقوقي موضوعاتو څېړنيزه پرتله.
- عدلي، قضايي، قانون جوړونې، معارف، ارشاد او دعوت په برخو کې ټولنې ته علمي او مسلکي کادرونه وړاندې کول.
- په اسلامي او ملي ارزښتونو د نوي نسل پوهول.
- د څېړنې او تحصیل په برخه کې نوښتونه رامنځته کول.
- د استادانو مسلکي او علمي ظرفیت لوړونې لپاره فرصتونه رامنځته کول.
- په ټولنه کې د شرعياتو پوهنځي د ارزښت خپرول.
- د هر ډول تعصب او تبعیض پر وړاندې مبارزه ترسره کول.
- د ټولنې او بازار اړتیاوو سره سم د نصاب بیا کتنه او پراختیا ورکول.
- د نوې ټېکنالوژۍ پرمټ باکیفیته تدریس او تحصیلي خدمات وړاندې کول.
- د تحقیق په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کول.
ارزښتونه (Values)
- د اسلام مقدس دین په هکله دقیق او سم پوهاوی.
- اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتيا.
- تخصص، ريښتینولي، اخلاص او وړتيا.
- اسلامي وقار او ملي يووالی.
- علمي او کاډمیکو اصولو ته درناوی.
- د اړونده چارو په تطبیق کې صداقت، شفافیت او امانت.
- انساني کرامت او متقابل احترام.
- اکاډمیکې آزادۍ ته درناوی.
- اسلامي وقار او ملي روحیه.