۱۱.۲. کېميا څانګه
لوګر پوهنتون
علمي او محصلانو چارو معاونیت
ښوونې او روزنې پوهنځی
کېميا څانګه
مخینه
د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کېمیا څانګه په لومړیو کې د «کېمیا بیولوژي څانګې» تر سرلیک لاندې رامنځته شوه. د دغې څانګې تأسیس او منظوري د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې وړاندیز، چې د ۱۳۹۲/۱۲/۱۳ نېټې دی، او د پخوانۍ ادارې د (۱۲۰۰) ګڼې حکم، چې د ۱۳۹۳/۲/۲۰ نېټې دی، پر بنسټ ترسره شوه. په ۱۳۹۳ کال کې شاوخوا (۸۰) تنه او په ۱۳۹۴ کال کې (۱۱۲) تنه محصلین د دې څانګې دوه ګونو رشتو ته ور وپېژندل شول.
د لوګر پوهنتون د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو له پراختیا سره، د طبیعي علومو اړوندو څانګو د تفکیک او تخصصي کېدو اړتیا رامنځته شوه. له همدې امله، د «ریاضي فزیک» او «کیمیا بیولوژي» څانګو د تفکیک وړاندیز د ۱۳۹۴/۴/۸ نېټې د اکاډمیکو چارو د انسجام عمومي ریاست په علمي بورډ کې تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شو. په پایله کې، یادې څانګې په څلورو خپلواکو څانګو، یعنې «ریاضي»، «فزیک»، «کېمیا» او «بیولوژي» ووېشل شوې. له همدې سره، کیمیا څانګې له ۱۳۹۵ کال راهیسې په خپلواکه توګه خپلو علمي او ښوونیزو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
د کېمیا څانګې له خپلواک فعالیت څخه تر اوسه پورې، د نظري او عملي زدهکړو، د محصلینو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په برخو کې هڅې کړې دي تر څو مسلکي او ژمن کادرونه وروزي. دې څانګې تر اوسه پورې نهه دورې ژمن او مسلکي فارغان ټولنې ته وړاندې کړي او اوس هم د لوګر پوهنتون د یوې فعالې علمي څانګې په توګه د ښوونې د کیفیت د لوړولو او د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
لرلید
د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا څانګه هڅه کوي چې د ټولنې او کار بازار علمي او صنعتي اړتیاوو پر بنسټ د نوښتګرو څېړونکو او مسلکي ښوونکو روزلو په برخه کې د هیواد په کچه یو ځانګړی مقام ترلاسه کړي.
رسالت
د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا څانګه په لازمو مهارتونو، معاصرو درسي میتودونو او ښوونيزې ټګنالوژۍ په اسلامي او ملي روحیه سمبال د ټولنې او کار بازار د علمي او صنعتي اړتیاوو مطابق د نوښتګرو څېړونکو او مسلکي ښوونکو روزل خپل ماموریت ګڼي.
تشکیلاتي جوړښت
د نوماند پوهنیار محمد فلاح سلطاني ژوندلیک
نوماند پوهنیار محمد فلاح سلطاني، د محمد انور زوی او د سلطان محمد لمسی، په ۱۳۷۳ کال کې د لوګر ولایت د برکيبرک ولسوالۍ په یوه عادي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
نوموړي په ۱۳۷۷ کال کې د ځینو شرایطو او ستونزو له امله د ایران هېواد ته ولاړ او هلته یې د خپل ژوند او زدهکړو نوی پړاو پیل کړ. نوموړي خپلې لومړنۍ زدهکړې د شهید حسن اتحادي په لومړني ښوونځي، منځنۍ زدهکړې یې د شهدای ابهر په متوسطه ښوونځي او د لېسې زدهکړې یې د اصفهان ولایت په شهید محمدتقي شریعتي لېسه کې ترسره کړې او په ۱۳۹۰ کال کې یې دغه دوره په ممتازې درجې پای ته ورسوله.
نوموړي په ۱۳۹۱ کال کې د اصفهان په امام خمیني د پېشدانشګاهي انسټیټیوټ کې د پېشدانشګاهي دوره په ممتازې درجې پای ته ورسوله او په ۱۳۹۲ کال کې د لوړو زدهکړو د دوام په موخه هېواد ته راستون شو. نوموړي په ۱۳۹۴ کال کې د کانکور ازموینې له سپارلو وروسته، د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا ډیپارټمنټ ته لار وموندله او د کیمیا په برخه کې یې د تخصصي زدهکړو بهیر پیل کړ.
په ننګرهار پوهنتون کې د یوه سمستر له بشپړولو وروسته، پروان پوهنتون ته تبدیلی وکړ او په ۱۳۹۸ کال کې یې د لیسانس دورې زدهکړې په ممتازې درجې پای ته ورسولې.
نوماند پوهنیار محمد فلاح سلطاني له لوړو زدهکړو څخه تر فراغت وروسته، له ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ کال پورې د امید افغان-ترک په کورس کې د کانکور د کیمیا په برخه کې د کانکور د نوماندانو په تدریس او روزنه کې بوخت و. وروسته، د ۱۴۰۲ کال د ۲/۹ نېټې پر بنسټ، د آزادې سیالۍ له لارې د لوګر پوهنتون د کیمیا ډیپارټمنټ د علمي کادر د غړي په توګه مقرر شو او د لوړو زدهکړو په برخه کې یې خپل رسمي فعالیت پیل کړ.
نوموړي د ۱۴۰۳ کال له اسد میاشتې څخه، د لوګر پوهنتون د وړاندیز او د محترم لوړو زدهکړو وزارت د منظورۍ پر بنسټ، د کیمیا ډیپارټمنټ د آمر په توګه معرفي شو او له هغه وخت راهیسې، د علمي او ښوونیزو فعالیتونو ترڅنګ، د دغه ډیپارټمنټ د رهبرۍ او مدیریت مسؤولیت هم پر غاړه لري.