د ښوونې او روزنې پوهنځي

د ښوونې او روزنې پوهنځي لرلید

   د طبیعي او اجتماعي علومو په انکشاف، تولید او د زده کړیالانو د مسلکي پوهې د لوړاوي په برخه کې د هېواد د تر ټولو غوره علمي بنسټ په توګه د ښوونې او روزنې پوهنځي تثبیتول او د کمپیوټر زده‌کړې، چاپېریال ساتنې، تاریخ او ښوونیز مدیریت څانګو ایجادول.

د مسلکي او عصري علومو په برخه کې په بشر دوستانه، اسلامي او ملي روحیه د ځوانانو د روزنې په برخه کې د علمي چوپړتیاوو وړاندې کول.

د ښوونې او روزنې پوهنځي رسالت

                د ښوونې او روزنې پوهنځی د څلورو فارغ ورکوونکو علمي څانګو په لرلو سره هڅه کوي، چې د خپلو زده کړیالانو د زده کړې کچې، ذهنیت، کړو وړو او سلوک ته له نوې زده کړه يیزې ټکنالوژۍ او ورسره علمي لاسته راوړنو څخه په استفادې پرمختیا ورکړي، ترڅو ټولنې ته مسلکي انساني ځواک چې د بېلابېلو څانګو ښوونکي پکې شامل دي په ملي او اسلامي روحیه سمبال د مختلفو زده کړه ییزو تحصیلي سازمانونو لکه ښوونځیو، د لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو لپاره د زده کړه ییزو تحصیلي کړنو او د ښوونیز نظام پراختیا  او نورو ادارو کې د کار کولو په موخه، وروزي او وړاندې کړي.

د ښوونې او روزنې پوهنځي ارزښتونه

  1. په اسلامي، ملي او انساني ارزښتونو باور.
  2. د چارو په ترسره کولو کې شفافیت او عدالت.
  3. حساب ورکونه.
  4. د کړنو په ترسره کولو کې ګډون او مشارکت.
  5. ژمنه او ریښتینولي.
  6. علمي خپلواکي.
  7. د استادانو علمي وړتیا لوړاوي ته کلکه پاملرنه.
  8. د انساني ځواک د منزلت او کرامت ساتنه.
  9. په ښوونیزو – تحصیلي او تحقیقي چوپړتیاوو کې کیفیت.
  10. له زده کړې سره ژوند.
  11. د کړنو او فعالیتونو راپور. او
  12. د کارونو ترسره کول په خپل ټاکلي وخت کې.

سټراټیژیکې موخې (Strategic Goals)

  1. د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو د وړتیا لوړاوی.
  2. د علمي څېړنو ترسره کول او د علمي -  څېړنیزې مجلې ایجاد.
  3. د کمپیوټر زده کړې، چاپیریال ساتنې، او ښوونیز مدیریت فارغ ورکوونکو څانګو ایجادول.
  4. د کېمیا، فزیک او اسلامي ثقافت په برخه کي دوه د شپې برنامې ایجادول.
  5. د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې د دویم پړاو تېرول.
  6. په مجهزو لابراتوارونو سره د ټولو څانګو سمبالتیا.
  7. په پروجکټورونو او څارونکو کامرو سره د ټولګیو سمبالول او د پوهنځي دفترونو نښلول له انټرنټ سره.
  8. د پوهنځي لپاره د یوې داسې خونې پیدا کول/ جوړول چې د ټولو تدریسي او اداري اړتیاوو ځواب ووایي.
  9. دشنې داسې ساحې جوړول چې ۲۰ اوږدې او سیوري لرونکې څوکۍ ولري.
  10. د دېرش پایو کمپیوټرونو په لرلو د یوه کمپیوټر لب جوړول او دکتاب لوستنې لپاره د مناسب صالون لرونکی کتابتون.
  11. د اکاډمیکو او اداري بستونو زیاتول د پوهنځي په اوسني تشکیل کې.
  12. په اسلامي، انساني او ملي روحیه د هڅاندو، غښتلو او خلاقو محصلانو روزنه.
  13. د زده کړیالانو مسلکي مهارتونو او تخصصي پوهې کیفي لوړول.
  14. د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې مهارتونو د زده کړې لپاره د ښوونیز مرکز جوړول.
  15. د زده کړیالانو لپاره مشاورې مرکز ایجادول.
  16. د زده کړیالانو ترمینځ د تجربو شریکولو او افکارو د ګډون زمینه برابرول.

د ښوونی او روزنی پوهنځې د نوی نصاب کتابونه

شماره

کتاب نوم

فایل

۱

ریاضی نوی نصاب

ښکته کولو لپاره دلته کلیک کړئ

۲

فزیک نوی نصاب

ښکته کولو لپاره دلته کلیک کړئ

۳

کیمیا نوی نصاب

ښکته کولو لپاره دلته کلیک کړئ

۴

بیولوژی نوی نصاب

ښکته کولو لپاره دلته کلیک کړئ

۵

د ښوونې او روزنې پوهنځۍ کتلاک

ښکته کولو لپاره دلته کلیک کړئ

۶