د اګرانومی څانګه

1 .د اګرانومي څانګې پيژندګلوي:

د اګرانومي څانګه په ۱۳۹۸ ه ش کال د کرنې پوهنځي په چوکات کې  تأسيس  او په فعالیت پېل وکړ. په ۱۳۹۸ ه ش کال کې یې د کانکور له لارې ۶۰ نفره، په ۱۳۹۹ ه ش کال کې یې ۸۰ نفره او همدارنګه په ۱۴۰۰ ه ش کال کې يې هم ۸۰ نفره د زده کړیالانو جزب درلود، چې  اوس  مهال په  دریو ټولګیو کې ټول ټال ۹۴ برحال زده کړیالان لري، چې له دغه جملې څخه، ۹۱ تنه نارینه او ۳ تنه ښځینه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي. یاده څانګه  د څلورو تنو مجربو استادانو درلودونکې ده.

۲. د اګرانومې ديپارتمنت لرلید (Vision)!

اګرانومي څانګه به د غذائي مصؤنیت، باکیفیته لوړ تولید، خصوصي سکتور او ملی اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د ځوانو کادرونو روزلو لپاره یوه مهمه سرچینه و اوسی.

د اګرانومې ديپارتمنت ماموریت (Mission)!

د نظري، عملي او څیړنیزو زده کړو له لارې د مسلکي کادرونو د ظرفیت لوړول او د څانګې داخلي انکشاف ته وده وده ورکول .

د اګرانومې څانګې په ( ۲ ) ۷    / ۱/1400 نمبر پروتوکول کی ثبت دی.

او د کرنې پوهنځي په (۵)/۲۹/۱۴۰۰ نمبر پروتوکول ثبت دی .  

اګرانومي څانګې آمر

پوهنیار سید حفیظ الله حیات

 

 

 

 

 

پوهنیار سید حفیظ الله حیات د عبدالصمد حیات  زوۍ د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ اوسیدونکې په ۱۳۶۷ ه ش کال د هجرت په دوره کې په پاکستان کې زیږدلی دی. په  کال۱۳۸۶ ه ش د اګام  لېسې څخه په لوړو نمبرو فارغ،  او په کال ۱۳۸۷ ه ش د کانکور د ازموېنې له لارې د خوست پوهنتون کرنې پوهنځي ته بریالی شو،  په کال ۱۳۹۰ ه ش د یاد پوهنځي اګرانومې څانګې څخه د نمرو په لوړه فیصدی فارغ، او په  ۱۳۹۲/۳/۱۵ نيټه د پکتیکا کثیرالرشتوی انستیتوت کې د استاد په توګه وګمارل شو، په کال ۱۳۹۵ ه ش د ICCR بورس له لارې هندوستان هېواد، الله اباد پوهنتون ته د ماسټری لپاره لاړ، او په ۱۳۹۷ ه ش کال د ياد پوهنتون Ag. Botany څانګې څخه په +A ګریډ کې فارغ شو. نوموړی استاد د ازاد رقابت له لارې په  ۱۶/۹/۱۳۹۹نیټه د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې کرنې پوهنځي ، اګرانومي څانګه کې  د علمي کادري غړي په توګه وګمارل شو. ښاغلی استاد اوس مهال د لوګر په لوړو زده کړو مؤسسه کې د استادې سپیڅلي دنده پرمخ وړي.

د تشکیل د معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم