د اسلامي تعلیماتو ډیپارټمنټ مخینه

اسلامي تعلیماتو ډیپارټمنټ د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې یو معتبر تحصیلي او علمي فارغ ورکوونکی واحد دی چې په۱۴۴۳ هـ ق کال کې منظور او په ۱۴۴۴ کال کې یې په فعالیت پیل وکړ، چې لوړو زده کړو، معارف، حج او اوقاف او ارشاد، دعوت او نورو اړونده ادارو ته د لېسانس په کچه مسلکي کادرونه وړاندې کوي. اسلامي تعلیماتو ډیپارټمنټ د شپږ تنو لېسانس په کچه علمي کادر غړو لرونکی دی چې ۶۵ تنو محصلانو ته اړوند نصاب تدریسوي.

لرلید(Vision)

اسلامي تعلیماتو ډيپارټمنټ به د هیواد په کچه د شرعي علومو بنسټونو، ارشاد او دعوت، تحصیلاتو او اصول دين مضامینو یو پرمختللی ډيپارټمنټ وي، چې علمي او مسلکي کادرونه به لوړو زده کړو، معارف، حج او اوقاف او امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارګانونو ته وړاندې کوي.

رسالت(Mission)

اسلامي تعلیماتو ډيپارټمنټ د ټاکل شوي نصاب په رڼا کې د لېسانس په کچه د متخصصو او مجربو علمي کادر غړو پرمټ محصلانو ته تدریس کوي او کوښښ کوي چې د عقیدې، تفسیر، حدیث، ارشاد او دعوت په برخو کې علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي او په اصول دین علومو کې نوې څېړنې ولري.

موخې

  • په اسلامي علومو کې ټولنې ته مسلکي کادرونه وړاندې کول
  • په اسلامي علومو کې د استادانو او محصلانو علمي وړتیا ته وده ورکول
  • د تدریس نویو اصولو په نظر کې نیولو سره د شرعي علومو د تدریس معیارونو لوړول
  • د شرعی علومو محصلانو ته د لوړو زده کړو آسانتیاوو برابرول
  • د دعوت په اصولو پوهه او د ارشاد او دعوت په چارو کې یې تطبیق
  • د استادانو مسلکي او علمي ظرفیت لوړونې لپاره فرصتونه رامنځته کول

ارزښتونه

  • صداقت، اخلاص، تخصص او وړتیا
  • روڼتیا او عدالت
  • تحقیق او تفحص
  • سالم رقابت
  • علمي او اکاډمیک اخلاق
  • مدیریت او مشاوره
  • مسلک او تخصص
  • د پوهنځي ستراتيژۍ تطبیق

اسلامي وقار او ملي روحیه

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم