د جیولوجی او معادن پوهنځی
د جیولوجی او معادن پوهنځی لنده پیژندنه
لید لوری:
د جيولوجی او کانونو پوهنځی هڅه کوي د کانونو په برخه کې د علمی څيړنو، اسلامي او ملي روحيې پر مټ د مسلکی کادرونو د روزنې په مرسته يو معتبر او اکاډميک مرکز و پيژندل شي.
ماموریت:
د جيولوجی او کانونو پوهنځی د هېواد د جيولوجی اوکانونو په برخه کې د مسلکی خدمتونو په وړاندې کولو سره په ټولنه کې د پوهې لېږدولو، علمی څيړنو او د زده کړيالانو د مهارتونو لوړولو له لارې دينی، علمی او ملی ارزښتونو ته د ژمنو کادرونو په روزلو کې فعال رول لوبوي.