۱۱.۴. ریاضي څانګه

مخینه

د ریاضي – فزیک څانګه لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې د وړاندیز  او د ۱۳۹۳/۱۲/۱۳ ل په نېټه او د تېرې ادارې د (۱۲۰۰) ګڼې حکم د ۱۳۹۲/۲/۲۰ نېټې سره ایجاد او په فعالیت پیل وکړ. لوګر پوهنتون د (۱۶۵) ګڼې وړاندیز او د ۱۳۹۴/۳/۲۵ نېټې سره سم د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو له ریاست څخه د یادو څانګو د بېل والي غوښتنه وکړه، چې خوشبختانه بیا د (۱۱۴) ګڼې حکم پر بنسټ د ۱۳۹۴/۴/۹ نېټې سره سم د تقنین او پراختیایي آمریت له لوري د علمي بورډ د ۱۳۹۴/۴/۸ نېټې د پریکړې پر بنسټ د ریاضی څانګه د نورو څانګو په څېر په مستقل ډول په فعالیت پیل وکړ، چې  یاده څانګه اوس مهال (۸) تنه علمي کادر غړي لري.

لرلید

د ریاضي څانګه هڅه کوي چې د هیواد په کچه مسلکي  او متخصصو ښوونکو د روزنې  مرکز په توګه ځانګړی مقام خپل کړي.

رسالت

د معیاري زده کړو، د معاصرې تکنالوژي، د تدریس نویو میتودونو او لازمومهارتونو پر بنسټ د ریاضي د متخصصو کادرونو او مسلکي ښوونکو روزنه.

 

11

د پوهنمل عبدالصبور فیضي ژوند لیک

پوهنمل عبدالصبور فیضي، د حلیم جان فیضي زوی، په ۱۳۶۹ هجري شمسي کال کې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په یوه مذهبي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په خپل مورني ټاټوبي کې ترسره کړې او په ۱۳۸۷ کال کې یې له همدې ولسوالۍ د غازي امین الله لېسې څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.

پوهنمل فیضي په ۱۳۸۹ کال کې د کانکور عمومي ازموینه کې برخه واخیسته او د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي ته يې لار وموندله. نوموړي د لېسانس دوره په بشپړې هڅې او کوښښ سره پای ته ورسوله او په ۱۳۹۲ کال کې له همدغه علمي مرکز څخه فارغ شو.

د استاد فیضي تخصصي او مسلکي فعالیت د ۱۳۹۴ کال څخه پیل شو؛ نوموړي په همدې کال کې یوه ازادې سیالۍ کې برخه واخیسته او د لوګر پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي ریاضي څانګه کې د استادۍ مقام ترلاسه کړ او د ۱۳۹۴ کال د سلواغې میاشتې په ۱۳مه نېټه د یاد پوهنتون د علمي کادر غړی وټاکل شو. له هغې نېټې څخه تر اوسه پورې، نوموړي د ریاضي څانګې استاد په توګه د تدریس او علمي دندو د ترسره کولو په برخه کې بوخت دی.

د تدریس ترڅنګ، استاد فیضي د خپلو علمي وړتیاوو د لوړولو په موخه، په ۱۴۰۱ کال کې د ایران هېواد  زنجان پوهنتون کې د عملي ریاضي په برخه کې خپله ماستري شروع او په ۱۴۰۰ کال کې یې په بریالۍ توګه پای ته ورسوله.

د تدریسي مسؤلیتونو سربېره، نوموړي له ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۱ هـ ش پورې د ښوونې او روزنې پوهنځي د مرستیال په توګه او له ۱۴۰۱ څخه تر ۱۴۰۳ پورې د لوګر پوهنتون د څېړنو آمر او د علمي مجلې مسوؤل په توګه دندې ترسره کړې او د یادې آمریت د څېړنیزې کچې په لوړولو کې یې مهم رول لرلی دی.

د ریاضی څانګی د محصلانو لارښود کتاب

د ریاضي څانګې کتلاک

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم