کرنی پوهنځی

د کرنې پوهنځي لنډه پېژندنه

د لوګر د لوړو زده‌کړو مؤسسې  کرنې پوهنځي په ۱۳۹۸ کال کې د اګرانومي او کرنېز اقتصاد او پراختیا څانګو په لرلو سره تأسيس شوه او خپلې اړوند تدريسي او اداري چاري يې د شپږ تنو استادانو په لرلو سره راپيل کړې.  د تأسيس له نيټې څخه تر دې دمه يې د ګڼو اقتصادي، سياسي، ټولنيزو او امنيتي ننګونو سربيره د هيواد د ځوان کهول د سمې روزنې لړۍ جاري ساتلي او له يادو دوه څانګو څخه يې سلګونه په نويو مسلکي پوهو او ځانګړو مهارتونو سمبال ځوانان فارغ او ټولنې ته وړاندي کړي دي.  کرنې پوهنځي د اړوند تعمير سربيره چې تدريسي او اداري چارې پکې مخته وړې کرنيز فارم، لابراتو او کتابتون هم لري.  اوس مهال د هيواد له بيلابيلو ولايتونو څخه (۲۰۹) تنه محصلين او(۱۱ ) تنه استادان لري چې د هغوي له جملي څخه  يې (۴) د هيواد په دننه او خارج کې د ماستري  په زده کړو بوخت دي. پنځو تنو اداري او خدماتي کارکوونکي لري. د يادي پوهنځي دواړو څانګو محصلين څلور لومړني سمسترونه د کرنې اړوند عمومي زده کړي کوي او وروستنې څلور سمسترونه په اختصاصي بڼه لولي.

د کرنې پوهنځي ستراتیژیکې موخې

د لوګر د لوړو زده‌کړو مؤسسې ، کرنې پوهنځي ټول منسوبین ژمن دي چې له خپلو وړتیاوو او ظرفیتونو څخه په بشپړې ګټنې سره د لاندې ستراتیژیکو موخو په تحقق کې کار واخلي او په دې سره د هېواد د ښې راتلونکې او پرمختیا په راوستلو او لوړو زده کړو وزارت او لوګر د لوړو زده‌کړو مؤسسې د ستراتیژیکو موخو په تحقق کې فعاله ونډې اخیستنې له لارې خپل دیني، ملي او وجداني مسئولیتونه ادا کړي.

  1. د علمي څېړنو او نوښت د پرمختګ لپاره اړین ګامونه پورته کول.
  2. د مدیریت او رهبري په اغېزمنتیا کې د زیاتوالي راوستل او د فساد په وړاندې کلک اقدامات کول.
  3. د تحصیلي نصاب بیاکتنه او ارزونه، او د پرمختګ لپاره یي اړین ګامونه پورته کول.
  4. د کیفیت ساتلو او لوړولو لپاره عملي او اغېزمن اقدامات ترسره کول.
  5. اغېزمنې برښنایي-تحصیلي خدمات وړاندې کول.
  6. د تحصیلي خدماتو وړاندې کولو لپاره له ټولو موجوده سرچینو څخه اعظمي(تحقیقاتی فارم» لابراتوار...) ګټه پورته کول.
  7. د بشري سرچینو د استعدادونو د پرمختګ لپاره اړینې هڅې ترسره کول.
  8. د اړیکو یو پیاوړی او اغېزمن سیستم پلی کول.
  9. د محصلینو تیوریکی او عملی بنه د وړتیاوو لوړولو لپاره اغېزمن تحصیلي خدمات وړاندې کول او د عادلانه لوړو زده کړو زمینه برابرول.

د کرنې پوهنځي تشکیلاتي چارت

کرنې پوهنځي د دوی ډیپاټمنټونو په درلودلو سره خپلې چارې ترسره کوي. د کرنې پوهنځي تشکیلاتي چارت په لاندې توګه دی.

د استادانو مکمل شهرت جدول

 

 

درجۀ تحصیل

وظیفه

رتبه علمی

تخلص

اسم

شماره

ماستر

استاد

پوهندوی

احمدی

محمدسردار

1

ماستر

آمردیپارتمنت

پوهنیار

ستانکزی

احمد نور

2

ماستر

ریس پوهنځی

پوهنیار

ناصری

فواد

3

ماستر

استاد

پوهنیار

حیات

سیدحفیظ الله

4

ماستر

استاد

پوهنیار

سلطانی

سلیمان

5

ماستر

استاد

پوهنیار

بختیار

شفیق الله

6

ماستر

استاد

نامزد پوهنیار

حماس

صدیق الله

7

لیسانس

آمردیپارتمنت

نامزد پوهنیار

تسل

اسرار الله

8

ماستر

استاد

نامزد پوهنیار

ځلاند

عبدالله

9

ماستر

استاد

نامزد پوهنیار

ساپی

فضل الحنان

10

ماستر

استاد

نامزد پوهنیار

رحمانی

نعیم الله

11

د کرنې پوهنځی د ریس بیوګرافی

پوهنیار فواد ناصري، د محمد ناصر ناصري زوی، په ۱۳۷۳ هـ.ش کال کې د هرات ولایت په یوه دین‌داره او علم‌پروره کورنۍ کې زیږیدلی دی. نوموړي خپلې ابتدايي، متوسطه او ثانوي زده کړې د لوګر ولایت د برکي راجان عالي لیسې کې بشپړې کړې. په ۱۳۹۷ هـ.ش کال کې یې د کابل پوهنتون څخه دکرنیز اقتصاد او پراختیا په څانګه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ.

نوموړي په ۱۳۹۸ هـ.ش کال کې له یوه آزاده سیالتي ازموینې وروسته، د غزني پوهنتون د کرنیز اقتصاد او  پراختیا څانګې ته د علمي کادر غړي په توګه شامل شو.  د ماسټري دوره یی د ایران  لرستان پوهنتون په کرنیز سیاست او  پراختیا کې ولوسته او په ۱۴۰۲ هـ.ش کې یې بریالۍ پای ته ورسوله.

په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د غزني پوهنتون د علمي څیړنو آمر وټاکل شو. وروسته بیا، په ۱۴۰۴ هـ.ش کال کې د لوګر پوهنتون د غوښتنې، د غزني پوهنتون د موافقې، او  د لوړو زده کړو وزارت د منظورۍ له مخې، لوګر پوهنتون ته تبدیل او د کرنې پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل شو.

د نوموړي علمي او تحقیقي علاقې امنیت غذایی، د زراعت ملاتړ پالیسۍ، اقلیمي بدلونونه، بازاریابي، ارزښت زنځیر او کوچني کرنیز کاروبارونه رانغاړي. نوموړی جاپان، ایران، پاکستان او دوبۍ ته په رسمي علمي سفرونو کې ګډون کړی او له نړیوالو تجربو څخه یې د علمي پرمختګ په برخه کې ګټه اخیستې ده.

د کرنې پوهنځې د رئیس پيغام

  بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله رب العالمين والصلوة والسلام علی سيدنا محمد وعلی آله واصحابه اجمعين

د لوګر پوهنتون کرنې پوهنځي په ۱۳۹۸ کال کې د کرنېز اقتصاد او پراختیا او اګرانومي څانګو په لرلو سره تأسيس شوه او خپلې اړوند تدريسي او اداري چاري يې د شپږو تنو استادانو په لرلو سره راپيل کړې. د تأسيس له نيټې څخه تر دې دمه يې د ګڼو ننګونو سربيره د هيواد د ځوان کهول د اسلامي او مسلکی  روزنې لړۍ جاري ساتلي او له يادو دريو څانګو څخه يې سلګونه په نويو مسلکي پوهو او ځانګړو مهارتونو سمبال ځوانان فارغ او ټولنې ته وړاندي کړي دي.  کرنې  پوهنځي تر ۱۴۰۴ کال پوری په اګرانومی او کرنيز اقتصاد او پراختیا په برخه کې په اسلامی او مسلکی زده کړو سمبال  (۱۵۶) محصيلين ټولنې ته وړاندې کړي دي.

د کرنيز سیستم د ښه والی او پر بنسټ یې د نړۍ منلو معیاري زده کړه ییزو او څېړنیزو چوپړتیاوو وړاندې کول، په بیلابیلو پوهنځيو کې د ابتکار  او نوښت وده، د فساد مخنیوی، د څېړنیزو چارو پراختیا او پرمختیا، په ظرفیت لوړونه باندې پانګونه او داسې نور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د لومړنیو او بنسټیزو اهدافو څخه ګڼل کېږي. د یادو اهدافو تحقق د پیاوړو، ژمنو او متخصصو بشري ځواکونو په برخه کې د هېواد د کرنيز سکتور پیاوړتیا له ځان بسیاینې سره بشپړه مرسته کوي، هغه څه دې چې له ځان سره د اقتصادي او علمي ودې پیغامونه لري.

کرنې  پوهنځې د یو ارزښت لرونکي پوهنځې په توګه تر خپلې وسې پوره هلې ځلې کوي چې په دې برخه کې خپله وړتیا وښيي او د پورتنیو اهدافو د ترلاسه کولو په پار له پوهنتون او د پوهنتون له رهبری سره په همغږۍ کې مخ پر وړاندې حرکت وکړي. د دې هدف تر لاسه کول به تنها د هېواد اقتصاد پياوړي کړی بلکی زموږ ګران هېواد افغانستان ته به د صنعتې کيدو په پار خوځښت د منظمې بشپړتیا او چاپېریال د تغیراتو سره د اغېزمن تعامل په پار، کرنې  پوهنځې له (۱۴۰۴- ۱۴۰۸) ل.ل کلونو پورې یو منظم، منطقي او په سرچینو ولاړ ستراتیژیک پلان ترتیب کړی دی. په نوموړي پلان کې د یادې پوهنځې لرلید، مأموریت، ارزښتونه، موخې، فرصتونه، تهدیدونه، قوتونه، ضعفونه، تشکیلات، سرچینې او نور اړونده موارد په پشپړو جزئیاتو سره تشرېح شوي دي. هېره د نه وي چې نوموړی پنځه کلن ستراتیژیک پلان د لوګر پوهنتون  او لوړو زده کړو وزارت له ستراتیژیکو موخو او لومړیتوبونو او د افغانستان اسلامي امارت له ټولو قوانینو او پالیسو سره بشپړ تطابق لري او ډاډمن یو چې په خپله کچه به په راتلونکو پنځو کلونو کې ټولو کرنيزو تغیراتو ته پر خپل وخت او د منطق په چوکاټ کې عاقلانه ځواب و وایي.

د کرنې  پوهنځې مشرتابه باور لري چې د یاد زده کړه ییز بنسټ د علمي کادر غړي به په پوره ژمنتیا، رښتینولۍ، ځیرکتیا، پیاوړتیا، ایماني ځواک او هېوادنۍ مینې او خلوص سره د نوموړي پلان په پلي کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي، ننګونو ته به تر وسې وسې پر خپل وخت ځواب ورکړي او په پوره ځیرکتیا سره به د فرصتونو د جذب او ګټنې په برخه کې غښتلي ګامونه اوچت کړي. لوګر پوهنتون  د دې ستراتیژیک پلان بریالي پلي کولو په پار د لوړو زده کړو وزارت، افغان ټولنې او نورو ټولو ذیعلاقه بنسټونو او اړخونو پر لور سترګې اړوي؛ چې د معیاري او ټول منلو زده کړه ییزو چوپړتیاوو وړاندې کولو، ټولنیزو مسئولیتونو اداینې، ټولنې په پرمختیا کې رښتینو هڅو او هېواد رغونې په برخو کې د رښتینو هڅو او اقداماتو ترسره کولو په چوکاټ کې د یادو اړخونو د بشپړو مرستو کولو تمه لرو او تر څنګ یې ډاډمن یو چې هغوی به د تل په څېر زمونږ سره مله پاتې شي.

اړینه ګڼو یاده شي چې، کرنې  پوهنځې د خپلو پیاوړ بشري او نسبتاً بسیا او ورځې د غوښتنو مطابق فزیکي او مالي سرچینو په درلودلو سره بشپړ باور لري چې، کولای شي په ټاکلي وخت کې خپل رسالت ترلاسه او د هېواد د غیرتي بچو د واقعي روزنې له لارې د هېواد رغونې او علمي پرمختیا سره بشپړه مرسته وکړي او له دې لارې له خپلو کړېدلو هېوادوالو سره کړې ژمنې پوره او خپل ایماني، وجداني او افغاني مسئولیت ادا کړي. مونږ نه هېروو چې د پرمختګ او سوکالۍ راوستلو لاره نه هواره او نه ژر طی کېدونکې ده، مګر ډاډمن یو چې زمونږ د قوي او نه ماتېدونکې ارادې غوټۍ به سپړېږي؛ په دې سره مونږ خپل سازماني ژوند ته معنا ورکوو او نه پرېږدو چې شرایط زمونږ ژوند ته هویت او معنی ورکړي.

په پای کې اړینه ګڼم چې د دې ستراتیژیک پلان ترتیبولو په درشل کې د کرنې  پوهنځې کمېټې د قدرمنو غړو د تویې کړو خولو او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د درناوی په پار له هغوی ټولو څخه مننه وکړم او د لایزال ذات غنی دربار ته لاسونه لپه کوم چې په دې برخه کې د هغوی ترسره کړې چارې په عبادت قبولې او د اسلامي نړۍ د نېکمرغۍ لامل وګرځوي.

پوهنیار فواد ناصری

د کرنې پوهنځې رئیس

د کرنې پوهنځي د محصلینو اړوند معلومات

کرنې پوهنځي د خپل تحصیلي مزل له پیل څخه تر نن پورې په خپله لمنه کې ګڼ شمېر د هېواد ځوانانو ته د لوړو زده کړو ترلاسه کولو په پار ځای ورکړی دی او ورکوي یې او له دې منځه یې ګڼ شمېر په بشپړه مسلکی پوهه او اخلاقو سمبال او دیني او ملي ارزښتونو ته ژمن هغه روزلې او ټولنې ته د خدمت کولو په پار وړاندې کړي دي. لاندې جدولونه له (۱۴۰۲ – ۱۴۰۴) کلونو پورې د کرنې پوهنځي د فارغینو او برحاله محصلینو اړوند اعداد او ارقام ښيي.

(۱) جدول: له (۱۴۰۲ – ۱۴۰۴) کلونو پورې د کرنې پوهنځي د فارغو شوو محصلینو اړوند ارقام

ګڼه

کال

څانګه

ټولګه

کتنې

کرنېز اقتصاد

اګرانومی

۱

۱۴۰۲

۴۲

۲۶

۶۸

 

۲

۱۴۰۳

۲۴

۲۰

۴۴

 

۳

۱۴۰۴

۲۶

۱۶

۴۲

 

کلي ټولګه

۱۵۴

 

 
 

 

 

 

(۲) جدول: د کرنې پوهنځي د برحاله محصلینو اړوند ارقام

کتنی

ټولګه

څلورم ټولګی

دریم ټولګی

دوهم ټولګی

لومړی ټولګی

څانګه

ګڼه

 

۱۳۲

۲۶

۳۲

۴۲

۳۲

کرنېز اقتصاد او پراختیا

۱

 

۷۷

۱۶

۲۳

۲۵

۱۳

اگرانومی

۲

۲۰۹

کلی ټولګه

 

 

 

 

 

 

 

د لرلید بیانیه

د لوګر د لوړو زده‌کړو مؤسسې کرنې پوهنځي هوډلري چې د لیسانس په کچه علمي برنامې د تدریس، باکیفیته څېړنو او د ټولنې د اړتیاوو او غوښتنو پر بنسټ د معیاري خدمات په وړاندې کولو سره د یو مخکښ پوهنځي په توګه وپېژندل شي.

 

د مأموریت بیانیه

د لوګر د لوړو زده‌کړو مؤسسې کرنې پوهنځي ژمن دی چې د خپل متخصص او مسلکي علمي کادر په مټ، د شته امکاناتو او فرصتونو په اغېزمنه توګه کار واخلي، ترڅو په کرنېزو او حیواني تولیداتو، د خوړو خوندیتوب، او د دوامدار اقتصادي پراختیا په برخو کې  علمي او مسلکي کادرونه وروزي او د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې یې ټولنې ته وړاندې کړي.

بنسټیز ارزښتونه

د کرنې پوهنځي بنسټیز ارزښتونه عبارت دي له:

  1. اسلامي- اداري اصولو ته درناوی.
  2. د مسلکي اخلاقو رعایت.
  3. شایسته سالاري.
  4. اداري عدالت.
  5. بشري کرامت ته درناوی.
  6. رښتینولي او ورورولي.
  7. اسلامي- ملي کلتور ته درناوی.
  8. د مسئولیت احساس.
  9. له فساد سره رښتینې مبارزه.
  10. ابتکارات او نوښتونه.
  11. له تعصبانو، تبعیض او خرافاتو سره مبارزه.
  12. ګډ کار کول.

 

د کرنې پوهنڅي د معاون بیوګرافي:

سليمان سلطاني د زراعتي  او کرنې د  علومو یو تجربه‌ لرونکی استاد دی چې دا مهال د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي په اګرانومي څانګه کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي. نوموړی د کونړ ولایت د افغانستان اوسېدونکی دی، او په زراعتي علومو کې یې ژوره علمي او څېړنیزه سابقه جوړه کړې ده، په ځانګړې توګه د اګرانومي  (Agronomy) او د خاورې پوهنې (Soil Science) په برخو کې.

سليمان سلطاني په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د هندوستان د هیماچل پردیش ایالت له CSK HPKV پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. تر دې وړاندې یې د لېسانس زده کړې د افغانستان د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د کرنې پوهنځي د زراعت له څانګې څخه بشپړې کړې دي.

نوموړی درې ژبې خبرې کولی شي؛ پښتو یې مورنۍ ژبه ده، خو په انګلیسي او دري ژبو هم ښه پوهیږي. دا وړتیا ورته دا زمینه برابره کړې چې له مختلفو ژبنیو زده‌کوونکو او علمي همکارانو سره اغېزمنې اړیکې ولري.

تر دې دمه، ښاغلي سلطاني پنځه علمي مقالې او څېړنیزې لیکنې خپرې کړې دي، چې دا د هغه له علمي ژمنتیا او څېړنیز شوق څخه څرګندونه کوي. د نوموړي تدریسي او څېړنیزې علاقې د کرنې، د خاورې حاصل‌خيزي، د فصلونو تولید او پایدارو کرنیزو سیستمونو ته متوجه دي.

کرنی پوهنځي کتلاک

کرنی پوهنځۍ ستراتیژیک پلان

کرنی پوهنځۍ بروشر

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم