د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې پیژندګلوی:
لوګر د لوړو زده کړو مؤسسه د لوړو زده کړو محترم وزارت د ۱۳/۱۲/۱۳۹۲ نیټې او (۵۷۵) ګڼې وړاندیز او د افغانستان د جمهوری دولت د (۱۲۰۰) ۲۰/۱۲/۱۳۹۳ ګڼې حکم په اساس منظور او رامنځته شوه. د نوموړی مؤسسې د تشکل څخه وروسته د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې په وړاندیز او د لوړو زده کړو محترم وزارت د عالي شورا (۳)۲۶/۱۲/۱۳۹۶ ګڼه پریکړې په اساس د کرنې پوهنځی له دوه څانګو اګرانومۍ او کرنیز اقتصاد او پراختیا سره منظور او په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د کانکور ازموینې له لارې محصیلین د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره ورته معرفي شول. کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه په څلور ټولګیو کې (۱۹۸) تنه محصلین لری چې د د پنځه تنه مجربو استادانو له لوری تدریس کیږی. سربیره پر دی کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې په تیرو دری دورو (۱۴۰۲،۱۴۰۳،۱۴۰۳ کلونو) کې (۹۲) تنه محصلین فارغ او ټولنی ته د خدمت لپاره وړاندی کړیدی.
لرلید:د کرنې اقتصاد او ترویج څانګه هڅه کوي چې د تدریس او علمي څېړنو له لارې، د کرنې او مالدارۍ د سکتور د اړتیاوو سره سم، د يو مخکښ علمي څانګې په توګه وپېژندل شي.
ماموریت:د کرنې اقتصاد او ترویج څانګه، د خپلو موجوده فرصتونو او امکاناتو په پام کې نیولو سره، ژمنه ده چې د تدریس، علمي څېړنو د ترسره کولو، او د کار بازار او ټولنې د اړتیاوو سره سم د علمي او مسلکي کادرونو د وړاندې کولو له لارې د هېواد په دوامدار اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې ونډه واخلي.
موخې (Objectives):
- د کرنیزاقتصاد او پراختیا څانګې محصلینو لپاره د مسلکي روزنې (نظري او عملي)زده کړو چمتو کول.
- زده کوونکو ته د کرنیز اقتصاد او منابعو، د کرنې د تشبث مدیریت، د کرنې د ترویج او ښوونې او روزنې او د کلیو پراختیا، د بازار غوښتنې په پام کې نیولو سره د مهارتونو چمتو کول.
- د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د علمی څیړنو ترسره کول، پوهی ته وده ورکول، د کرنې پراختیا او د پالیسیو جوړولو لپاره د موادو چمتو کول.
- د مشورتي خدماتو په وړاندې کولو او د پرمختیایي پروژو په پلي کولو کې د ګډون له لارې د اقتصادي پراختیا په بهیر کې فعاله برخه اخیستل.
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې لرلید، ماموریت او موخې د څانګې په (۱) ګڼه پروټوکول او ۷ / ۱ /۱۴۰۴ نیټې جلسه کې او همدارنګه د کرنې پوهنځي د استادانو شورا په (۶) پروټوکول او ۲۸/۴/ ۱۴۰۴ نیټه غونډه کې مطرح، تائید او ثبت شوی دی.
د اګرانومی څانګې مخینه
لوګر د لوړو زده کړو مؤسسه د لوړو زده کړو محترم وزارت د (۵۷۵) ۱۳/۱۲/۱۳۹۲ هـ ش ګڼه پیشنهاد او د (۱۲۰۰) ۲۰/۱۲/۱۳۹۳ ګڼه حکم په اساس منظور او رامنځته شوه.
د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې په وړاندیز او د لوړو زده کړو محترم وزارت د عالي شورا (۳)۲۶/۱۲/۱۳۹۶ ګڼه پریکړې په اساس د کرنې پوهنځی له دوه څانګو، اګرانومۍ او کرنیز اقتصاد او توسعې سره منظور او په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د کانکور ازموینې له لارې محصیلین د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره ورته معرفي شول.
اوسمهال په اګرانومی څانګه کې (۷۳) تنه زده کړیالان لري، چې د شپږو تنو رسمي استادانو لخوا یې د تدریس چارې پرمخ وړل کیږي.
د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې د آمر ژوندلیک:
احمدنور ستانکزی د لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې د کادر غړی او آمر دی. ښاغلی ستانکزی ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۲هـ. ل پوری لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځی رئیس په حیث دنده سرته ورسوله. هغه په کال ۱۹۹۱ هـ. ل کال کې د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالی کې دی دنیا ته سترګې وغړولي او په کال ۲۰۰۷ کې د محمدآغې ولسوالۍ د محمدجانخان د عالی لیسې څخه فارغ سوو. په کال ۲۰۰۸ کې کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی ته بریالۍ او په کال ۲۰۱۲ کې ورڅخه فارغ سوو. د فراغت څخه سمدستی وروسته يې اراکوزیا راډیو کې د یوی کرنیزی خپروني په جوړولو او خپرولو بوخت شو چې په ټول هیواد کې خپریدله. ورته وخت کې د البیرونی پوهنتون کرنې پوهنځی کې يې د استادی دنده شروع او د خپلواک ژباړونکي په حیث د مختلفو آثارو په ژباړلو هم بوخت شو. نوموړی په کال ۲۰۱۷ کې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د لوړو زده کړو د انشکافی پروګرام له لاری مالیزیا هیواد ته د ماسټری د ترلاسه کولو لپاره ولیږل سو چې په ۲۰۲۰ کې ورڅخه فارغ سو. احمدنور ستانکزی اوس مهال دوه څیړنیزی مقالي لری چې د Food Research سکوپس انډیکس ژورنال له لوری خپری شویدي.