۱۱.۵. فزیک څانګه
فزیک څانګه
مخینه
د (ریاضي فزیک) څانګه د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې د وړاندیز او د۱۳/۱۲/ ۱۳۹۲ نیټې او د تېرې ادارې د (۱۲۰۰) ګڼې حکم د ۱۳۹۳/۲/۲۰ نېټې سره ایجاد او د څلور تنو علمي کادري غړو په درلودلو سره یې په فعالیت پیل وکړ، چې په لومړۍ دوره کې یې ۱۲ تنه نارینه زده کړیالان درلودل.
لوګر پوهنتون د ۱۶۵ ګڼې وړاندیز او د۲۵/۳/ ۱۳۹۴ نېټې سره سم د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو له ریاست څخه د یادو څانګو د بېل والي غوښتنه وکړه، چې خوشبختانه د ۱۱۴ ګڼې حکم پر بنسټ د ۹/۴/۱۳۹۴ نېټې سره سم د تقنین او پراختیایي آمریت له لوري د علمي بورډ د۸/۴/۱۳۹۴ نېټې د پریکړې پر اساس د فزیک څانګه د نورو څانګو په څېر مستقله او د دوه علمي کادر غړو په درلودو سره یې فعالیت پیل کړ .
د (ریاضي- فزیک) څانګې څخه په کال ۱۳۹۶ ل کې ۱۷ تنه او په کال ۱۳۹۷ل کې ۳۶ تنه فارغ شول. د فزیک څانګه وروسته له هغې چې د ریاضي له څانګې څخه بېله شوه په لومړي ځل یې په کال ۱۳۹۸ ل کې ۲۸ تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل. په ۱۴۰۰ کال کې فزیک څانګې ۳۵ تنه فارغان در لودل.
د فزیک څانګه اوس مهال اووه تنه کادري غړي لري چې درې تنه یی د ماسټرۍ تر کچې لوړو زده کړې لري او څلور تنه یې د لسانس تر کچې لوړې زده کړې لري.
لرلید
د فزیک څانګه هڅه کوې چې د هیواد په کچه مسلکي او متخصص ښوونکو د روزنې مرکز په توګه اکادمیک اعتبار ترلاسه او ځانګړی مقام خپل کړي.
رسالت
د معیاري زده کړو، د معاصرې تکنالوژی، د تدریس نوو میتودونو او لازمومهارتونو پر بنسټ د فزیک متخصص کادرونو او مسلکي ښوونکو روزنه.
د پوهنیار شبیر الله حیات ژوند لیک
استاد شبیرالله حیات د الف خان زوی د حیات خان لمسی په کال 3/4/1990 میلادی کې چي له ۱۳۶۸ هجری لمریز سره سمون خوری د وردگ ولایت چک ولسوالۍ مسجد درې بیانانو کلي په یوه متدینه او مجاهده کورنۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ او متوسطه زده کړې یې د مهاجرت پر مهال پاکستان هیواد کې تر سره کړې دي.
ثانوي زده کړې یې په ۱۳۸۵ کال کې هیواد ته د راستنېدو سره سم د کابل ولایت رحمن بابا عالي لېسه کې پيل او په ۱۳۸۷ کال کې د رحمن بابا عالي لېسه کې په عالی درجه بشپړ کړي دي. په ۱۳۸۹ هجري لمریز کال کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون طبیعی علوم پوهنځي فزیک څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې د یاد پوهنتون د فزیک څانګې څخه فارغ شو. د فراغت سره سم په ۰۹ / ۰۴ / ۱۳۹۳ د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب د پراختیا او درسي کتابونو د تألیف لوی ریاست فزیک څانګه کې د علمي غړي په توګه مقررشو. په یاد ریاست کې د یو کال دندې اجرأ کولو وروسته په ۲۱ /۶ / ۱۳۹۴ هجری لمریز کال کې د ازادې سیالۍ له لارې د لوګر پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي فزیک څانګه کې د استاد په صفت مقرر شو. په کال ۲۰۱۸ میلادی کال کې د یوې رقابتي ازموینې وروسته د قزاقستان هیواد الفارابی پوهنتون فزیک پوهنځي ماستری پروګرام ته بریالی او په ۲۰۲۱ میلادی کال کې فزیک برخه ماستري بشپړ کړه او هیواد ته راستنېدو سره سم د لوګر پوهنتون فزیک ځانګې أمر په توګه (۵/۱/۱۴۴۴) مقرر او تر همدې مهاله په پوره ویاړ او افتخار سره خپله دنده ته پرمخ وړي.
د فزیک څانګی د محصلان لارښود کتاب