د سیرت سیالۍ خبرتیا!

logu_admin
۱۱

لوګر د لوړو زده کړو موسسې درنو زده کړویالانو او د لوګر مېړنیو ځوانانو!
لوګر د لوړو زده کړو موسسې/لوګر پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په پام کې لري، چې د اسلامي مینې او خپل ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ښې پېژندنې او همدا راز د ځوان نسل د فکري او معلوماتي رغښت په موخه د نبوي سیرت سیالۍ ترسره کړي.
قدرمنو ځوانانو!
د یادې سیالۍ لپاره د هیواد په دواړو ملي (پښتو او دري) ژبو د (د خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم سیرت ) په نوم کتاب د (۶۰) شپېتو افغانیو په بدل کې ترلاسه کولای شئ.
د سیالۍ د ګټونکو لپاره لاندې جایزې په پام کې نیول شوي:
۱- لومړۍ درجه ګټونکي ته: یو پایه لب ټاپ کمپیوټر.
۲- دوهم درجه ګټونکي ته: یو عراده بایسکل.
۳- درېیم درجه ګټونکي ته: یوه پایه د خیاطي ماشین.
او همدا راز د یو شمېر نورو درجو ګټونکو ته هم د پام وړ جایزې په پام کې نیول شوي.
د نوم لیکنې او کتاب ترلاسه کولو ځای: لوګر د لوړو زده کړو موسسه/لوګر پوهنتون د بشري سرچینو/منابع بشري لوی مدیریت.
د نوملیکنې نېټه: د روان ۱۴۰۳ کال میزان/تلې له ۱۰ مې نېټې څخه پیل تر راتلونکې سه شنبې ۱۷ /میزان / ۱۴۰۳ پورې.
د لانورو معلوماتو لپاره د اړیکو شمېرې: ۰۷۷۳۶۲۸۷۰۰ / ۰۷۷۷۹۵۵۱۸۱ / ۰۷۷۰۰۹۲۳۵۵
په درنښت!
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۲۴
Background image

خبرتيا!

د هيواد ټول هغه د دولسم ټولګيو فارغان، چې د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور ازموینې د دوهم ظرفيت له لارې لوګر پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ته را بريالي شوي خبر ورکول کيږي، چې د يادو محصلانو نوملیکنه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۱۷
Background image

دوهمه خبرتیا!

د لوګر ولایت د دیني علماءکرامو د پام وړ!
د لوګر ولایت ټول هغه دیني علماء کرام، چې په ۱۴۴۵ هـ ق کال کې یې د عالیې درجې شپږ ورځنۍ مشترکه ازموینه ورکړې وه، خبر ورکول کیږي، چې د یادې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۲۲
Background image

خبرتيا!

د هيواد ټول هغه د دولسم ټولګيو فارغان، چې د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور ازموینې د دوهم ظرفيت له لارې لوګر پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ته را بريالي شوي خبر ورکول کيږي، چې د يادو محصلانو نوملیکنه . . .

Back to announcements