د کار موندنې خبرتیا

logu_admin
۱۱

لوګر پوهنتون د ظرفیت لوړولو، ادارې پیاوړتیا او وړکسانو ته د فرصت برابرولو په موخه، (9) خالي بستونه د آزادې سیالۍ بهیر له لارې اعلانوي.
په شرایطو برابر کسانو ته بلنه ورکول کېږي چې د ټاکلي وخت په دننه کې د اړینو اسنادو سره د لوګر پوهنتون اړوندې د کارکنانو عمومي مدیریت  ته مراجعه وکړي.
دا بهیر د شفافیت، سیالۍ او وړتیا پر بنسټ پرمخ وړل کېږي، تر څو د پوهنتون لپاره وړ او ژمن کسان جذب شي.
یادونه: د بستونو د ډول، اړینو شرایطو، اسنادو او نورو اړوندو جزیاتو لپاره، مهرباني وکړئ له دغو شمیرو سره اړیکه ونیسئ:  
۰۷۷۹۷۳۱۹۳۵ / ۰۷۷۱۰۴۲۶۸۵ / ۰۷۷۱۴۹۰۶۲۳

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۰
Background image

د کار موندنې خبرتیا

لوګر پوهنتون د ظرفیت لوړولو، ادارې پیاوړتیا او وړکسانو ته د فرصت برابرولو په موخه، (9) خالي بستونه د آزادې سیالۍ بهیر له لارې اعلانوي.
په شرایطو برابر کسانو ته بلنه ورکول کېږي چې د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۱۲
Background image

لوګر پوهنتون د درنو محصلانو د پام وړ!

د لوړو زده کړو قدرمن وزارت د دعوت او ارشاد محترم رياست غواړي، چې د تېر کال په څېر سږ کال هم د خزاني سمستر له پای سره سم د لوګر پوهنتون درنو محصلانو ته ځانګړې روزنیزه دوره وړاندې کړي.
په . . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د ځوان نسل فکري روزنې کتاب سیالۍ د ازموینې خبرتیا!

د لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو هغو محصلانو ته، چې د ځوان نسل فکري روزنې کتاب سیالۍ لپاره یې نوملیکنه کړې وه خبر ورکول کیږي، چې د یادې سیالۍ ازموینه را روانه دوشنبه په ۱۲ / ۸ / ۱۴۰۴ . . .

Back to announcements