لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لومړي ځل لپاره د یو باب لوی مسجد او کتابتون جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۸:۲۵
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳کال سنبله/وږي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ربیع الاول ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لومړي ځل لپاره د یو باب لوی مسجد او کتابتون جوړېدو د بنسټ ډبره تېره ورځ/ جمعه د یو شمېر لوړپوړو مسؤلینو او د هیواد د ملي سوداګرو پر لاسونو کېښودل شوه.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین مولوي عبدالله حسیني، د لوګر والي شیـ،،،خ ضیاءالرحمن مدني، د پکتیا ولایت مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین، د هیواد ملي سوداګر الحاج محمد میرزا کټوازي، د هیواد د صرافانو اتحادیي مشر الحاج بهرام خان ځدراڼ، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د همغږۍ رییس قاضي کلیم الله محمدي، د لوګر قومي مشر الحاج محمد سالم احمدزي، د هیواد مشهوره څهره جنرال مبین خان، لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري، د ولایتي ادارو یو شمېرمسؤلینو، زده کړیالانو، قومي مخورو او دیني عالمانو ګډون درلود.
یاد مسجد او کتابتون د هیواد د ملي سوداګر الحاج محمد میرزا کټوازي لخوا د نوموړي په شخصي لګښت جوړیږي، چې مسجد به یې د شاوخوا ۲۰۰۰ دوه زره تنو لمونځ کوونکو لپاره وي او همدا راز کتابتون به یې هم د دغې موسسې د زده کړیالانو د مطالعې لپاره د پام وړ او بسنه وکړي. 
د یادې غونډې ټولو وینا والو په خپلو خبرو کې د مسجد او کتابتون پر ارزښت خبرې وکړې او یاد دوه یې په داسې تحصیلي مرکزونو کې لازم او اړین وبلل. لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په خپلو خبرو کې د هیواد له ملي سوداګر ښاغلي کټوازي څخه د منني تر څنګ په دغه تحصیلي مرکز کې د مسجد او کتابتون جوړول یوازې د لوګر نه؛ بلکې د ټول هیواد لپاره ستره لاسته راوړنه او پرمختګ وباله. ښاغلي صارم د مسجد او کتابتون شتون په داسې تحصیلي مرکزونو کې د ځوانانو د ښې عقیدوي تربیې او فکرې روزنې اساسي سرچینې وبللې.
په پاي د هیواد ملي سوداګر الحاج محمد میرزا کټوازي په خپلو خبرو کې د هیواد خدمت او آبادول د هر هیوادوال مسؤلیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې ټول باید یو موټی او له پردیو پرته خپل هیواد او په ځانګړي ډول داسې تحصیلي مرکزونه په خپلو پشو ودروو. ښاغلي کټوازي همدا راز په دغه تحصیلي مرکز کې د یوباب لوی مسجد او کتابتون د جوړېدو په تړاو وویل (( دغه مسجد او کتابتون به د دغې موسسې د رهبري او د لوګر د ولس په خوښه جوړیږي، شاوخوا ۲۰۰۰ تنه لمونځ کوونکي به پکې ځاییږي، د اوداسه لپاره به مناسب ځایونه، تشنابونه، سړې او تودې اوبه لري او همدا راز ودانیزه نقشه به یې په نړیواله کچه وي)) د ښاغلي کټوازي په خبره چې، د یاد مسجد تر څنګ به یو باب معیاري کتابتون هم جوړوي، چې ورسره به شنې ساحې او تفريحي پارکونه هم وي، تر څو د زده کړیالانو لپاره د سالمې تفريح او ښې مطالعې فضا رامنځته شي. د نوموړي په خبره، چې د یاد مسجد او کتابتون د جوړېدو چارې به اوس پیل او تر راتلونکي یو کال پورې به په بشپړ او معیاري ډول پای ته ورسیږي.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون اداري کارکوونکو ( په اداره کې د معلوماتي تکنالوژي بنسټیز مهارتونه) تر سرلیک لاندې روزنیز او معلوماتي سمینار وړاندې شو!

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال سنبله/ وږي ۲۷مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۲۵نېټه.
لوګر پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته ( په اداره کې د معلوماتي تکنالوژي بنسټیز مهارتونه) تر سرلیک لاندې روزنیز او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۳۶
Background image

لوګر پوهنتون اداري شورا نوبتي ناسته ترسره شوه!

لوګر پوهنتون اداري شورا نوبتي ناسته د دغه پوهنتون د رئیس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې په پيل کې لوګر پوهنتون رئيس د ښه راغلاست تر څنګ ټولو اداري کارکوونکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۳۵
Background image

لوګر پوهنتون او د لوګر ولايت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت يو شمېر استادانو ته د( پروپوزل ليکنې) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار وړاندې شو!

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سنبله/ وږي ۲۵ مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۲۳ مه نېټه.
لوګر پوهنتون د علمي څېړنو او علمي مجلې آمريت او د کرنې پوهنځي د څېړنو کمېټې په هڅو د دغه پوهنتون او د لوګر ولايت د. . .

BACK TO NEWS