لوګر پوهنتون کې د نږدې (۲۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د لیلیې لپاره یو باب خوړنځي او یو باب د غونډو لوی تالار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر مرستیال والي شیخ مولوي انعام الله صلاح الدین، د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور، لوګر پوهنتون رهبري، د لوګر ولایت د یو شمېر ولایتي ادارو مسؤلینو، همدا راز د پوهنتون استادانو او محصلانو ګډون درلود.
د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور په خپلو خبرو کې د یادو پروژو پر بشپړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې ټول تحصیلي مرکزونه ورځ تر بلې د ابادۍ، پرمختګ او نوښتونو پر مخ روان دي. ښاغلي دین پرور همدا راز پر محصلانو ټینګار وکړ، چې د خپلو تحصیلي مرکزونو له شته امکاناتو او فرصتونو څخه پوره او مثبته ګټه واخلي او ځانونه د افغانستان د ښه خدمت په موخه په علمي او مسلکي ډول ورزوي.
د لوګر مرستیال والي شیخ مولوي انعام الله صلاح الدین په خپلو خبرو کې د تحصیلي مرکزونو د امکاناتو ښه کېدو ته په اشارې وویل، چې محصلان باید د وخت ارزښت ته په کتو په رېښتیني ډول لوړې زده کړې وکړي، فکري، عقیدوي، اخلاقي او مسلکي چلند یې باید د اسلامي اصولو په رڼا کې وي.
د لوګر پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم بیا د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ خوښي وښوده چې لوګر پوهنتون هر کال د پراختیایي پروژو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د ښاغلي صارم په خبره د یاد خوړنځی له جوړېدو سره به د لیلیې د محصلانو لپاره مناسب او معیاري د خوړو ځای رامنځته شي او د دې تر څنګ به د غونډو تالار هم د محصلانو لپاره د بېلا بېلو مجلسونو، غونډو او روزنیز درسونو په برخه کې د پام وړ چاپېریال رامنځته کړي.
په پای کې د یادو ولایتي مسؤلینو، لوګر پوهنتون رهبري، د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زیربنا ریاست انجنیرانو، اړونده قرار دادي شرکت مسؤلینو او یو شمېر نورو ګډونوالو لخوا یاد ځوړنځی، چې په یو وخت کې به د (۳۰۰) کسانو او همدا راز د غونډو لوی تالار، چې په یو وخت به د (۷۰۰) ګسانو لپاره بسنه کوي، تر پرانیستې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
