د کانکور د ازموينې دريمه او د پاى ورځ!

logu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۸:۱۸
کانکور

 

جمعه - د ١٤٠٠ لمريز کال غويي مياشتې ١٠ مه نېټه!

د لوګر ولايت د ١٤٠٠ لمريز کال د کانکور ازموينې دريمه ورځ هم نن د سهار په ٦ بجو پيل شوه.

دغه ازموينه چې لوګر د لوړو زده کړو مٶسسې په همکارۍ د ازموينو ملي ادارې لخوا واخيستل شوه او درې ورځې يې دوام درلود، نن يې د پاى ورځ وه چې په کې د لوګر ولايت څخه د دولسمو، اختصاصي، شبانه او متفرقه ٢٩٥٢ ګډونوالو چې له جملې يي٣٠٥ نجونې وې، ګډون درلود.

په پاى کې لوګر د لوړو زده مٶسسې رٸيس ښاغلي پوهنمل عبدالناصر ستانکزي د لوګر ولايت ازموينو ملي ادارې مسٶل ښاغلي پوهنمل زرغون سرور او راغلي پلاوي استادانو او دبايومټريک تخنيکي کارکوونکو او همدارنګه د دغه علمي بنسټ استادانو او کارکوونکو او امنيتي مسٶلينو څخه مننه وکړه، چې ياده ملي پروسه يې په ښه فضا او اطمينان سره پاى ته ورسوله.

 

 

 

 

 

 

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۱۷
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کړیالانو د لوګر ولایت د برېښنا سب سټېشن/مرکز ته علمي سفر ترسره کړ!

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۴مه او د ۱۴۴۶ جمادي الاول ۲۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کړیالانو د لوګر ولایت د برېښنا سب سټېشن/مرکز ته عملي زده کړو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۱۲
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي او اداري چارې ولیدلې!

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لېندۍ ۴مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۲۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي او اداري چارې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۱۷
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کړیالانو د لوګر ولایت ساینس مرکز ته علمي سفر ترسره کړ.

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم۳۰مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک څانکې د درېیم ټولګي زده کړیالانو د لوګر ولایت پوهنې ریاست. . .

BACK TO NEWS