لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو اصلاحي سمینار وړاندې شو؛

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۹:۴۵
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴کال جدي/ مرغومي ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱لومړۍ نېټه.
لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته د دغه پوهنتون د دعوت او ارشاد عمومي کمېټې په هڅو اصلاحي سمینار وړاندې شو.
د سمینار پیل د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو او ورپسې د لوګر جهادي مدرسې مهتمم شیـ؛؛؛خ مولوي محمد نذیر حقـ؛؛؛اني ټولو ګډونوالو ته د وخت ارزښت، د چارو په ښه ډول مخته وړلو، نېکو اخلاقو او همدا راز د ځوان نسل او محصلانو په ډول روزلو او اسلامي فکر جوړلو په اړوند هر اړخیز او ارزښتنمنې خبرې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې په تحصیلي او علمي مرکزونو کې ټول لوستي او پوه کسان مسؤلین دي او دوی باید د خپلو محصلانو روزنه په ښه او منظم ډول وکړي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS