د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړیو ټولګیو محصلانو ته د (اعتماد به نفس) تر سرلیک لاندې روزنیز او معلوماتي سمینار وړاندې شو

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۲۶
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۲۴مه او د ۱۴۴۷ جمادی الأول ۲۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړیو ټولګیو محصلانو ته د (اعتماد به نفس) تر سرلیک لاندې روزنیز او معلوماتي سمینار د یاد پوهنځي د مساورې او رواني درملنې مرکز لخوا وړاندې شو.
دغه سمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد نوماند پوهنیار نصیراحمد سهاک ترتیب کړی و، چې خورا ګټور او اړین معلومات په کې راغونډ وو.
په یاد سمینار کې محصلانو د طبعي وړتیاو، مثبت فکر او رواني پیاوړتیا په اړه ډېر هغه څه تر لاسه کړل، چې له دوی سره په دغه څلورکلن تحصیلي مزل کې مسلکي لاس نیوی کولای شي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۴۳
Background image

لوګر پوهنتون کې د ۱۴۰۴ کال خزاني سمستر د پای ازموینې پیل شوې؛

شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
لوګر پوهنتون کې د څلورګونو پوهنځيو د ۱۴۰۴ کال خزاني سمستر د پایې ازموینې د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سمې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بادام باغ څېړنیز مرکز ته علمي سیر ترسره کړ؛

شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
 لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د درېیم ټولګي محصلانو د تېرې اونۍ په لړ کې د عملي او مسلکي زده کړو په موخه د کرنې، اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو محصلان له نشه توکو څخه د ځان ساتنې په اړوند معلوماتي سمینارونو څخه برخمن شول

شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو محصلان له منظمو مهالوېشونو سره سم له نشه یي توکو څخه د ځان ساتنې په اړوند معلوماتي. . .

BACK TO NEWS