لوګر پوهنتون مالي او اداري مرستيال په دغه پوهنتون کې د روانو رغنيزو پروژه له چارو ليدنه او څارنه وکړه؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۲:۷
11

سه شنبه؛ د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۱۳مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۱۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الربي مصطفی د کارونو د ښه کيفيت او معياريتوب په موخه په دغه پوهنتون کې د روانو رغنيزو پروژو له چارو ليدنه او څارنه وکړه.
ښاغلي مصطفی د روانو رغنيزو پروژو په لړ کې د داخلي سړکونو او همدا راز د ليليې لپاره د خوړنځای او د غونډو تالار د جوړېدو له چارو د ليدنې ترڅنګ اړوندو کارکوونکو ته په کارونو کې د ښه دقت او معياري کړنو د ترسره کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
بايد وويل شي، چې لوګر پوهنتون کې دا مهال د رغنيزو پروژو له اړخه د داخلي سړکونو د جوړېدو چارې ۲۵ سلنه او همدا راز د ليليې د خوړنځای او غونډو تالار د جوړېدو چارې ۸۸ سلنه ترسره شوي دي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS