د علمي او محصلانو چارو مرستیال د شرعیاتو پوهنځي له تمهیدي (کومکي) ټولګیو څخه لیدنه او څارنه وکړه!

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال سنبله/ وږي ۲۰مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۱۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي د دغه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي له تمهیدي (کومکي) ټولګیو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په دغه لیدنه او څارنه کې، چې د محصلانو د خدمتونو او انسجام مدیر احسان الله امیري یې هم ملتیا کوله ښاغلي ستانکزي د یادو کومکي ټولګیو درسي بهیر له نیږدې ولیده او پر محصلانو یې له یاد فرصت او امتیاز څخه پر ښې ګټې اخستنې ټینګار وکړ.
باید وویل شي، چې د شرعیاتو پوهنځي د محصلانو لپاره یاد تمهیدي (کومکي) ټولګي د لوړو زده کړو وزارت د رسمي هدایت پر اساس له رسمي وخت وړاندې ترتیب شوي دي، چې په کې د محصلانو د علمي وړتیا لوړونې په موخه د شرعیاتو پوهنځي اړوند درسي مضمونونه تدریس کیږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.