لوګر پوهنتون اداري کارکوونکو ( په اداره کې د معلوماتي تکنالوژي بنسټیز مهارتونه) تر سرلیک لاندې روزنیز او معلوماتي سمینار وړاندې شو!

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۷
۱۱

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال سنبله/ وږي ۲۷مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۲۵نېټه.
لوګر پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته ( په اداره کې د معلوماتي تکنالوژي بنسټیز مهارتونه) تر سرلیک لاندې روزنیز او معلوماتي سمینار د دغه پوهنتون د معلوماتي تکنالوژي عمومي مدیریت په نوښت ترتیب او وړاندې شو.
په دغه روزنیز او معلوماتي سمینار کې په اداري چارو کې د معلوماتي تکنالوژي د کارونې او اغیز په اړوند ارزښتمن او اړین معلومات راغونډ شوي وو، چې د معلوماتي تکنالوژي عمومي مدیر انجنیر مصطفی کریمي او تکنېشن مدیر انجنیر محمد کریم صادق لخوا په منظم ډول وړاندې شول.
یاد روزنیز سمینار د دغه تحصیلي مرکز ټولو اداري کارکوونکو خورا ګټور وباله او په راتلونکي کې یې هم د ورته سمینارونو د ترتیب او وړاندې کېدو غوښتنه وکړه.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS