لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د هیواد د ستر دیني عالم شیـ،،،خ حماسي لخوا اصلاحي او روزنیز درس وړاندې شو!

پنجشنبه: د ۱۴۰۳ کال اسد/زمري ۲۵مه او د ۱۴۴۶ صفر ۱۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو، او یو شمېر زده کړیالانو ته د هیواد د ستر دیني عالم شیـ،،،خ القرآن والحدیث عبدالحمید حماسي لخوا اصلاحي-روزنیز دروس وړاندې شو.
په یاد درس کې د هیواد د ستر دیني عالم شیـ،،،خ حماسي لخوا د قرآني آیتونو په رڼا کې د پوهنتون او مدرسي تر منځ د واټن د نشتون په اړوند ارزښتمن معلومات وړاندې شول، نوموړي همدا راز د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو زده کړه هم لازمي یاده کړه. ورته مهال د ښاغلي شیـ،،،خ حماسي پر لاسونو د دغې موسسې درې تنو لوړ رتبه استادانو ته، چې تازه له دکتورا زده کړو فارغ شوي وو، ستاینلیکونه ورکړل شول او د دې سره په پای کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې د رهبري لخوا ترتیب شوی مننلیک هم ښاغلي شیـ،،،خ حماسي ته د معنوي ډالۍ په توګه ورکړل شو.
باید وویل شي، چې د یاد اصلاحي-روزنیز درس پر یو څنډه کې د دغې موسسې د رهبري لخوا ۱۲ تنه هغه استادان هم وستایل شول، چې د دکتورا او ماسټري له زده کړو فارغ او یا یې هم علمي ترفېعات کړي وو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.