د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه تشريح او وړاندې کړل؛

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۴
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د اووم سمستر ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه د پوهنتون د رهبري او ژوري هيئت په حضور کې تشريح او وړاندې کړل.
په پيل کې د اګرانومي څانګې آمر پوهنيار فضل حنان ساپي د ښه راغلاست تر څنګ د څېړنو پر ارزښت خبرې وکړې او همدا راز يې په دې برخه کې د پوهنتون له رهبري څخه د لا نورو د امکاناتو د برابرولو غوښتنه وکړه. ښاغلي ساپي په وروستيو کې محصلان وهڅول؛ تر څو د خپلو علمي څېړنو پايلې په پوره جرأت او مسلکي ډول وړاندې کړي.
ورپسې د‌ دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي په ساينسي او ځانګړي ډول کرنيزو علومو برخه کې د علمي څېړنو پر ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او زياته يې کړه افغانستان يو کرنيز هيواد دی او تر بل هر وخت په دې برخه کې د علمي څېړنو فرصتونه او امکانات ډېر دي. ښاغلي ستانکزي همدا راز د‌ کرنې پوهنځي د رهبري او استادانو هغه نوښت او لارښوونې هم وستايلې، چې اړوندو محصلانو ته يې په پوسټرونو کې د څېړنو د پايلو د غونډولو په موخه کړې وې.
تر دې وروسته يادو محصلانو په ډلييز او منظم ډول خپل پروپوزلونه د ۳ کسیز ژوري هئيت پوهنوال دکتور وحيدالله عبدالرحيم زی، پوهنيار سيد حفيظ الله حيات ، پوهنيار نعيم الله رحماني او نورور ګډونوالو په حضور کې وړاندې کړل.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS