لوګر د لوړو زده کړو موسسې څخه ۱۱۰ تنه ځوانان په څلور کلنو لوړو زده کړو مالامال فارغ شول!

logu_admin
۱۱

پنجشنبه: د ۱۴۰۳ کال اسد/زمري ۲۵مه او د ۱۴۴۶ صفر ۱۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې له ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځیو څخه ۱۱۰ تنه ځوانان په څلور کلنو لوړو زده کړو مالامال فارغ او ټولنې ته د ښه خدمت په موخه وړاندې شول.
د یادو ځوانانو فراغت غونډه نن وه، چې د ولایت مقام رهبري، ولایتي ادارو مسؤلینو، قومي مخورو سربېره یې تر ۱۰۰۰ زرو ډېر ګډونوال یې درلودل، په پیل کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور په خپلو خبرو کې د هیواد هر اړخیز امن ته په کتو فارغ ځوان د شکرانې ادا کولو ته وهڅول. نوموړي همدا راز وویل، چې په هیواد کې څو لسیزي جنګونه، د پردیو اشغال او ظلمونه وشول، چې له نېکه مرغه زمونږ د ګران هیواد تحصیلي او تعلیمي ډګر هماغسې تود او ګړندی روان دی او تر بل هر وخت د هیواد د آبادۍ او خدمت تمه همدې مسلکي او په لوړو زده کړو سمبال ځوانانو ته کیږي. ورته مهال دیني عالم شیـ،،،خ مولوي محب الله آخنذاده هم په خپله وینا کې د علومو د زده کړې او سالمې ګټې اخستنې په تړاو هر اړخیزې او ارزښتمنې خبرې وکړي د ښاغلي آخنذاده په خبره د هر علم زده کړه، چې اسلام او مسلمه امت ته یې خیر او ګټه ورسیږي لازم او د ثواب لامل ګرځي. تر دې وروسته لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم زده کړیالانو ته د مبارکۍ تر څنګ د دغه تحصیلي مرکز خدمتونه او اړوند مادي امکانات د پام وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به هم د لوړو زده کړو وزارت په همکاري څېړنیزو، مسلکي او تکنالوژیکي او نورو مادي امکاناتو زیاتېدو پوره کار وکړي. په غونډه کې د دغې موسسي د پوهنځیو رییسانو، استادانو او د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس قاضي رفیع الله صمیم په خپل وار مسلکي او ګټورې خبرې وکړې.
باید وویل شي، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسې په څلورګونو پوهنځیو کې دا مهال شاو خوا ۱۲۰۰ دولس سوه ځوانان دا مهال په لوړو زده کړو بوخت دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

د بدل اعاشې خبرتيا!

د بدل اعاشې خبرتيا!
دا چې د لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو د مستحقو محصلانو د ۱۴۰۳ کال خزاني سمستر بدل اعاشه د ماليې قدرمن وزارت سره د هوکړې په موخه ځنډېدلی وه؛  ټولو د بدل اعاشې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۲۴
Background image

خبرتيا!

د هيواد ټول هغه د دولسم ټولګيو فارغان، چې د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور ازموینې د دوهم ظرفيت له لارې لوګر پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ته را بريالي شوي خبر ورکول کيږي، چې د يادو محصلانو نوملیکنه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۱۷
Background image

دوهمه خبرتیا!

د لوګر ولایت د دیني علماءکرامو د پام وړ!
د لوګر ولایت ټول هغه دیني علماء کرام، چې په ۱۴۴۵ هـ ق کال کې یې د عالیې درجې شپږ ورځنۍ مشترکه ازموینه ورکړې وه، خبر ورکول کیږي، چې د یادې . . .

Back to announcements