لوګر د لوړو زده کړو موسسې مخکښ زده کړيالان وستايل شول!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۸
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۳مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې مخکښ زده کړيالان د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د انسجام عمومي مدیریت په هڅو د يوې غوندې په ترڅ کې وستايل شول.
په غونډه کې د دغې موسسې رييس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په خپلو خبرو کې مخکښو زده کړيالانو ته د مبارکۍ تر څنګ د دوی د هڅونې په موخه دوی له وخت څخه د سمې ګټې اخیستنې په لړ کې پر ښه درس ویلو او همدارنګه په مسلکي برخو کې د علمي څېړنو پر ترسره کولو مکلف یاد کړل.
ورته مهال د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي په خپلو خبرو کې د هيواد پرمختګ او غوره خدمت په لوستو او مسلکي ځوانانو پورې تړلی وباله او زياته يې کړه، چې د غفلت او اخلاص نه کولو په صورت کې به د هېواد خلکو او خدای تعالی په وړاندې مسؤل يو.
په دغه غونډه کې  د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو څخه ۱۲ تنه مخکښ زده کړيالان غوره شوي وو، چې د دغه تحصیلي مرکز په کچه لومړی مقام ښاغلي فضل الهادي د برات خان زوی د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا څانګې د درېيم ټولګي زدکړه کړيال، دويم مقام ښاغلي صفي الله د محمد ولي جان زوی د ښوونې او روزنې پوهنځي د بيولوژي څانګې د څلورم ټولګي زده کړيال او همدا راز درېيم مقام ښاغلي مطیع الله د صاحب خان زوی د کرنې پوهنځي د څلورم ټولګي زدکړيال خپل کړی و.
یاده غونډه مخکښو زده کړيالانو ته د ترتیب شويو ستاينپاڼو تر وېش وروسته د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS