لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر ولایت د دیني مدرسو فاضلانو د کلنیو ازموینو د بایومتریک لړۍ پیل شوه!

logu_admin
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۱۹مه او د ۱۴۴۶رجب المرجب ۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر ولایت د دیني مدرسو فاضلانو د کلنیو ازموینو د بایومترک لړۍ پیل او په منظم ډول روانه ده.
د بایومتریک د یادې لړۍ پر مهال د ازموینو ګډونوالو ته د دغې موسسې د رهبري لخوا له شته امکاناتو څخه په ګټې اخستنې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو. د فاضلانو د کلنیو ازموینو د بایومتریک برخې د مسؤلینو په خبره، چې د دغې ازموینې لپاره په لوګر ولایت کې (۱۱۱) تنو فاضلانو نوملیکنه کړې ده. دغه فاضلان چې د دیني مدرسو د (عالیه او عالمیه) درجو اړوند دي، تر بایومتریک وروسته به شپږ ورځې د منظم مهالوېش سره سم ازموینې ورکوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۲۴
Background image

خبرتيا!

د هيواد ټول هغه د دولسم ټولګيو فارغان، چې د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور ازموینې د دوهم ظرفيت له لارې لوګر پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ته را بريالي شوي خبر ورکول کيږي، چې د يادو محصلانو نوملیکنه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۱۷
Background image

دوهمه خبرتیا!

د لوګر ولایت د دیني علماءکرامو د پام وړ!
د لوګر ولایت ټول هغه دیني علماء کرام، چې په ۱۴۴۵ هـ ق کال کې یې د عالیې درجې شپږ ورځنۍ مشترکه ازموینه ورکړې وه، خبر ورکول کیږي، چې د یادې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۲۲
Background image

خبرتيا!

د هيواد ټول هغه د دولسم ټولګيو فارغان، چې د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور ازموینې د دوهم ظرفيت له لارې لوګر پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ته را بريالي شوي خبر ورکول کيږي، چې د يادو محصلانو نوملیکنه . . .

Back to announcements