د درنو استادانو او څېړونکو د پام وړ!

logu_admin
۱۱

عینک مجله، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې علمي او څېړنیزه خپرونه ده، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت څخه د رسمي جواز ویاړ لري. دا مجله د طبیعي او ټولنیزو علومو کې د استادانو او څېړونکو علمي څېړنیزې مقالې د پنځمې ګڼې لپاره په لاندې څانګو کې خپروي:
طبیعي علوم: ریاضي، فزیک، کېمیا، بیولوژي، اقتصاد او کرنیزه پراختیا او اگرانومي.
ټولنیز علوم: فقه او قانون، اسلامي تعلیمات،اسلامي ثقافت، ارواپوهنه، روزنیز علوم او ادبیات ( پښتو او دري).
د مقالې په لیکلو کې باید لاندې ټکي مراعات شي:
•    د دري، پښتو او عربي لیک ډول باید (Bahij Zar) او د انګلیسي لیک ډول(Times New Roman) وي.
•    د علمي او څېړنیزې مقالې لپاره باید ۲۰ سرچینې او د مروري مقالې  لپاره باید ۲۵ سرچېنو څخه لږ نه وي.
•    مقالې باید په ترتیب شوي ټمپلیټ (Templet)  کې ځای پر ځای شي.
•    د مقالې لېږلو او نورو معلوماتو لپاره، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې وېبپاڼې، (عینک علمي- څېړنیزې مجلې) برخې ته مراجعه وکړئ: 
https://logu.edu.af
ainakjournal@gmail.coml  
منل شوې مقالې لوګر د لوړزو زده کړو مؤسسې په وېبپاڼه کې په انلاین بڼه خپرېږي.
-    مجله  په پښتو، دري او عربي ژبو مقالې مني.
-    د مجلې دفتر له لیکوالانو څخه د مقالې د کتلو او چاپ لپاره هېڅ حق الزحمه نه اخلي.
-    د مقالې لېږلو لپاره اړوند فورم ډکول اړین دي.
-    د مقالې لیږلو وروستۍ نېټه ۳۰/ زمري/۱۴۰۴

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۲۴
Background image

خبرتيا!

د هيواد ټول هغه د دولسم ټولګيو فارغان، چې د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور ازموینې د دوهم ظرفيت له لارې لوګر پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ته را بريالي شوي خبر ورکول کيږي، چې د يادو محصلانو نوملیکنه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۱۷
Background image

دوهمه خبرتیا!

د لوګر ولایت د دیني علماءکرامو د پام وړ!
د لوګر ولایت ټول هغه دیني علماء کرام، چې په ۱۴۴۵ هـ ق کال کې یې د عالیې درجې شپږ ورځنۍ مشترکه ازموینه ورکړې وه، خبر ورکول کیږي، چې د یادې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۲۲
Background image

خبرتيا!

د هيواد ټول هغه د دولسم ټولګيو فارغان، چې د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور ازموینې د دوهم ظرفيت له لارې لوګر پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ته را بريالي شوي خبر ورکول کيږي، چې د يادو محصلانو نوملیکنه . . .

Back to announcements