لوګر پوهنتون د محصلانو د همغږي عمومي کمېټې مشورتي ناسته ترسره شوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/ تلې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۱۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون د محصلانو د همغږي عمومي کمېټې مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي په مشري ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د علمي او محصلانو چارو مرستیال سربېره د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیر احسان الله امیري او د څلورګونو پوهنځیو د محصلانو استازیو ګډون درلود.
په ناسته کې د علمي او محصلانو چارو مرستیال لخوا یادو استازیو سره د دوی پر مسؤلیتونو، اساسي دندو او موخو خبرې وشوې او دوی ته د روانو او راتلونکو اړوندو مسؤلینو او چارو په هکله لازمې سپارښتنې وشوې.
باید ووایو، چې لوګر پوهنتون په څلورګونو پوهنځیو کې دا مهال د هیواد د بېلابېلو سمیو او ولایتونو نږدې (۲۰۰۰) دوه زره ځوانان په لوړو زده کړو بوخت دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.