لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي او د لوګر ولایت د ښاروالۍ ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۹:۵۹
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال تلې/ ميزان ۱۲مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۱۱مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي او د لوګر ولایت د ښاروالۍ ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوګړه د دغه پوهنتو د رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم او د لوګر مرکز پل علم ښاروال ښاغلي مولوي محمد شاکر ثاقب لخوا لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک، چې د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي په نوښت ترتیب شوی دی، له مخې به یې د علمي څېړنو په برخه کې د ښاري کرنې، شنو ساحو او چاپېریال ساتنې اړوند څېړنې له ښاروالۍ ریاست سره شریکیږي؛ تر څو د یو زرغون او ښېرازه ښار لپاره ترې ګټه واخستل شي. د دې تر څنګ به د کرنې پوهنځي استادان او زده کړیالان د ښاروالۍ ریاست اړوند د عامه پوهاوي په تبلیغاتي برنامو، ملي ورځو د لمانځلو، د ښاري ودې په برخه کې د نویو نوښتونو د رامنځته کولو او نورو ګډو څېړنیزو برخو کې پوره همکاري او برخه اخلي.
له دې سره سره په یاد هوکړه لیک کې دا هم په ډاکه شوي، چې د ښاروالۍ ریاست به د لوګر پوهنتون زده کړیالانو ته د عملي زده کړو لپاره د ښاري چارو په اړوندو برخو کې د کار کولو ترتیب برابروي او د دې تر څنګ به د کارزده کړې په برخو کې د یادو زده کړیالانو لاس نیوی کوي او همدا راز به د زده کړیالانو لپاره د میداني څېړنو په برخه کې هم زمینه برابروي؛ تر څو زده کړیالان د ښاروالۍ اړوند موضوعاتو باندې علمي څېړنې ترسره کړي.
باید وویل شي، چې یاد هوکړه لیک به د راتلونکو پنځو (۵) کلونو لپاره د پلي کېدو او ګټې اخستنې جوګه وي، چې له مخې به یې دواړه ادارې په اړوندو برخو کې د مثبتو پایلو او لاسته راوړنو درلودونکې وي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر پوهنتون رئيس د افغان سرې مياشتې ټولنې له عموي رئيس سره ځانګړې ناسته وکړه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۸مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم د افغان سرې مياشتې ټولنې له عمومي رئيس شيخ مولوي شهاب الدین دلاور سره ځانګړې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۷
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو د بني حصار د مالدارۍ څېرنیز فارم ته علمي سیر ترسره کړ؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۷مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۷مه نېټه.
 لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې د درېیم ټولګي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۴
Background image

لوګر پوهنتون رئيس؛ الحمدلله ورځ تر بلې لوګر پوهنتون د نوښتونو، پرمختګ او لاسته راوړنو پر لور روان دی؛

وګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم د لوګر اطلاعاتو او کلتور رياست د میاشتنۍ جریدې د يوې ځانګړې مرکې په  يوه برخه کې ويلي: که د اړوندو ادارو او مسؤلينو لخوا د دغه پوهنتون پوره مالي. . .

BACK TO NEWS