لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي او د لوګر ولایت د ښاروالۍ ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

logu_admin
Sun, Oct 05 2025 9:59 AM
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال تلې/ ميزان ۱۲مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۱۱مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي او د لوګر ولایت د ښاروالۍ ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوګړه د دغه پوهنتو د رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم او د لوګر مرکز پل علم ښاروال ښاغلي مولوي محمد شاکر ثاقب لخوا لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک، چې د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي په نوښت ترتیب شوی دی، له مخې به یې د علمي څېړنو په برخه کې د ښاري کرنې، شنو ساحو او چاپېریال ساتنې اړوند څېړنې له ښاروالۍ ریاست سره شریکیږي؛ تر څو د یو زرغون او ښېرازه ښار لپاره ترې ګټه واخستل شي. د دې تر څنګ به د کرنې پوهنځي استادان او زده کړیالان د ښاروالۍ ریاست اړوند د عامه پوهاوي په تبلیغاتي برنامو، ملي ورځو د لمانځلو، د ښاري ودې په برخه کې د نویو نوښتونو د رامنځته کولو او نورو ګډو څېړنیزو برخو کې پوره همکاري او برخه اخلي.
له دې سره سره په یاد هوکړه لیک کې دا هم په ډاکه شوي، چې د ښاروالۍ ریاست به د لوګر پوهنتون زده کړیالانو ته د عملي زده کړو لپاره د ښاري چارو په اړوندو برخو کې د کار کولو ترتیب برابروي او د دې تر څنګ به د کارزده کړې په برخو کې د یادو زده کړیالانو لاس نیوی کوي او همدا راز به د زده کړیالانو لپاره د میداني څېړنو په برخه کې هم زمینه برابروي؛ تر څو زده کړیالان د ښاروالۍ اړوند موضوعاتو باندې علمي څېړنې ترسره کړي.
باید وویل شي، چې یاد هوکړه لیک به د راتلونکو پنځو (۵) کلونو لپاره د پلي کېدو او ګټې اخستنې جوګه وي، چې له مخې به یې دواړه ادارې په اړوندو برخو کې د مثبتو پایلو او لاسته راوړنو درلودونکې وي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Message of the Chancellor of Logar University

After achieving complete freedom from the oppressive occupation, our Islamic system and society need to progress in every aspect of life. For the advancement of a society, its individuals need to be equipped with both religious and modern education.
To achieve this goal, Logar University considers it its mission and responsibility to educate students who are not only committed and professional but also devoted to their faith and country. In the future, these graduates will play a constructive role in the development of their country and in achieving lofty objectives, fostering creativity and innovation.

President of Logar University

 

Mufti Seyyed Zia-ul-Ahmad Sarem
sarem photo

تازه خبرونه

Tue, Jul 29 2025 2:06 PM
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پسرلني سمستر ازموینې په منظم ډول روانې دي!

یکشنبه: د ۱۴۰۴کال جنګاښ/ سرطان ۲۲مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۴۰۴کال پسرلني سمستر د پای ازموینې له منظم مهالوېش او د دغې موسسې د رهبري او همدا راز. . .

Tue, Dec 24 2024 12:07 PM
Background image

د شرعیاتو او همدا راز جیولوجي او کانونو پوهنځيو له اداري چارو او د ازموینو له لړۍ لیدنه او څارنه وشوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۴مه او د ۱۴۴۶جمادی الثانی ۲۲مه نېټه.
 لوګر د لوړو زده کړو موسسې د رییس مولوي ضياءالاحمد صارم لخوا د دغې موسسې د شرعیاتو او جیولوجي او کانونو پوهنځيو له. . .

Mon, Dec 23 2024 11:55 AM
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د ازموینو بهیر او اړوندې اداري چارې له نږدې ولیدې!

کشنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۲مه او د ۱۴۴۶ جمادی الثانی ۲۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د خزاني سمستر د ازموینو له بهیر او اړوندو اداري چارو. . .

BACK TO NEWS