د بهرنيو چارو وزارت د حقوقي معاهداتو رييس لوګر د لوړو زده کړو موسسې ګڼ شمېر زده کړيالانو ته فکري-تربيتي سمینار وړاندې کړ!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۱
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/ غبرګولي ۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۳۰مه نېټه.
د اشغال پرمهال د لوړو زده کړو د جنوب ختيځې حلقې مسؤل او د بهرنيو چارو وزارت د حقوقي معاهداتو اوسنی رييس قاضي عبدالله عبيد لوګر د لوړو زده کړو موسسې ګڼ شمېر زده کړيالانو ته فکري-تربيتي سمینار وړاندې کړ.
دغه فکري- تربيتي سمينار تېره شپه لوګر د لوړو زده کړو موسسې دننه د صلاح الدين ايوبي (رحمه الله) د ليليې په مسجد کې د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمريت په هڅو ترتیب شوی و، چې ګڼ شمېر زده کړيالانو په کې ګډون درلود.
په سمينار کې د دیني او عصري علومو د ارزښت او اړتيا سربېره په يو لړ اړینو فکري او تربيتي موضوعاتو هراړخيزې او ګټورې خبرې وشوې.
بايد وويل شي، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمريت لخوا د ليليې مېشتو زده کړيالانو ته د قرآنکريم د ژباړې او تفسير تر څنګ د احاديثو درسونه هم د منظم مهالوېش له مخې روان دي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS