لوګر دلوړو زده کړو موسسې د ۱۴۰۳ کال وروستۍ علمي شورا ناسته ترسره شوه!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۳۸
۱۱

سه شنبه: د۱۴۰۳ کال کب/حوت ۲۸مه او د ۱۴۴۶ رمضان المبارک ۱۸مه نېټه.
لوګر دلوړو زده کړو موسسې د ۱۴۰۳ کال وروستۍ علمي شورا ناسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د دغې ناستې ګډونوال د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت سربېره د څلورګونو پوهنځیو رييسان، څانګو او مستقل آمرین وو.
په پيل کې د دغې موسسې رییس د سږني کال ټولې اکاډميکو کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه د ستايلو ياد کړل او له ټولو اړوندو مسؤلينو يې مننه وکړه. نوموړي همدا راز د تازه پيل شوي پسرلني سمستر په تړاو د ګڼ شمېر زده کړيالانو د حاضرېدو او د استادانو پر ښه تدريس خوښي وښوده او پر اړوندو مسؤلينو يې د راتلونکي تحصيلي کال لپاره د بشپړ هراړخيز چمتووالي ټینګار وکړ. تردې وروسته د یو لړ موضوعاتو تر څنګ د دغې موسسې د اړوندو معاونيتونو او څلورګونو پوهنځیو د ۱۴۰۳ کال کاري راپورونه هم وړاندې شول، چې د موسسې د رهبري او نورو غړو لخوا ښه وارزول شول. ورته مهال په دغه شورا کې د دغې موسسې د رياست، اړوندو معاونيتونو او څلورګونو پوهنځیو د ۱۴۰۴ کال کاري پلانونو د تاييد ترڅنګ د عمومي کمېټو پر تشکيل هم بحث او پرېکړې وشوې.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS