لوګر دلوړو زده کړو موسسې د ۱۴۰۳ کال وروستۍ علمي شورا ناسته ترسره شوه!

سه شنبه: د۱۴۰۳ کال کب/حوت ۲۸مه او د ۱۴۴۶ رمضان المبارک ۱۸مه نېټه.
لوګر دلوړو زده کړو موسسې د ۱۴۰۳ کال وروستۍ علمي شورا ناسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د دغې ناستې ګډونوال د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت سربېره د څلورګونو پوهنځیو رييسان، څانګو او مستقل آمرین وو.
په پيل کې د دغې موسسې رییس د سږني کال ټولې اکاډميکو کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه د ستايلو ياد کړل او له ټولو اړوندو مسؤلينو يې مننه وکړه. نوموړي همدا راز د تازه پيل شوي پسرلني سمستر په تړاو د ګڼ شمېر زده کړيالانو د حاضرېدو او د استادانو پر ښه تدريس خوښي وښوده او پر اړوندو مسؤلينو يې د راتلونکي تحصيلي کال لپاره د بشپړ هراړخيز چمتووالي ټینګار وکړ. تردې وروسته د یو لړ موضوعاتو تر څنګ د دغې موسسې د اړوندو معاونيتونو او څلورګونو پوهنځیو د ۱۴۰۳ کال کاري راپورونه هم وړاندې شول، چې د موسسې د رهبري او نورو غړو لخوا ښه وارزول شول. ورته مهال په دغه شورا کې د دغې موسسې د رياست، اړوندو معاونيتونو او څلورګونو پوهنځیو د ۱۴۰۴ کال کاري پلانونو د تاييد ترڅنګ د عمومي کمېټو پر تشکيل هم بحث او پرېکړې وشوې.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.