۱۱.۲. کېميا څانګه
د کیمیا څانګې تاریخچه
د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا څانګه په لومړیو کې د «کیمیا او بیولوژي څانګې» تر سرلیک لاندې رامنځته شوه. د دغې څانګې تأسیس او منظورۍ د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې وړاندیز، چې د ۱۳۹۲/۱۲/۱۳ نېټې دی، او د پخوانۍ ادارې د (۱۲۰۰) ګڼې حکم، چې د ۱۳۹۳/۲/۲۰ نېټې دی، پر بنسټ ترسره شوه. په ۱۳۹۳ کال کې شاوخوا (۸۰) تنه او په ۱۳۹۴ کال کې (۱۱۲) تنه محصلین د دې څانګې دوګونو رشتو ته ور وپېژندل شول.
د لوګر پوهنتون د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو له پراختیا سره، د طبیعي علومو اړوندو څانګو د تفکیک او تخصصي کېدو اړتیا رامنځته شوه. له همدې امله، د «ریاضي-فزیک» او «کیمیا-بیولوژي» څانګو د تفکیک وړاندیز د ۱۳۹۴/۴/۸ نېټې د اکادمیکو چارو د انسجام عمومي ریاست په علمي بورد کې تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شو. په پایله کې، یادې څانګې د ۱۱۴ حکم نمبر او ۹/۴/۱۳۹۴ نیټي پر اساس په څلورو خپلواکو څانګو، یعنې «ریاضي»، «فزیک»، «کیمیا» او «بیولوژي» ووېشل شوې. له همدې سره، د کیمیا څانګې له ۱۳۹۵ کال راهیسې په خپلواکه توګه خپلو علمي او ښوونیزو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
د کیمیا څانګې له خپلواک فعالیت څخه تر اوسه پورې، د نظري او عملي زدهکړو، د محصلینو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په برخو کې هڅې کړې دي، څو مسلکي او ژمن کادرونه وروزي. دې څانګې تر اوسه پورې د نهو دورو ژمن او مسلکي فارغان ټولنې ته وړاندې کړي او اوس هم د لوګر پوهنتون د یوې فعالې علمي څانګې په توګه د ښوونې د کیفیت د لوړولو او د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
لرلید
د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا څانګه هڅه کوي چې د ټولنې او کار بازار علمي او صنعتي اړتیاوو پر بنسټ د نوښتګرو څېړونکو او مسلکي ښوونکو روزلو په برخه کې د هیواد په کچه یو ځانګړی مقام ترلاسه کړي.
ماموریت
د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا څانګه په لازمو مهارتونو، معاصرو درسي میتودونو او ښوونيزې ټګنالوژۍ په اسلامي او ملي روحیه سمبال د ټولنې او کار بازار د علمي او صنعتي اړتیاوو مطابق د نوښتګرو څېړونکو او مسلکي ښوونکو روزل خپل ماموریت ګڼي.
ارزښتونه
- د اسلامي او ملي ارزښتونو درناوی.
- د فرامینو، رهبري شوری پرېکړو، احکامو، قوانینو او مقرراتو درناوی.
- دیانت او تقوا.
- عدالت، تعهد او صداقت.
- روڼتیا او حسابورکونه.
- اخلاقي اصولو رعایت
- د انساني کرامت درناوی.
- د مسئولیت احساس
- ابتکار او نوښتګري.
- ښې علمي نظام دارۍ ته پاملرنه
- سالم علمي رقابت.
- کاري مصئونیت.
- ګډون او همکاري.
- د فساد او تعصب پر ضد مبارزه.
د کېمیا څانګې فارغانو لپاره کاري فرصتونه
- علمي کادرونو په توګه
- ښوونکو په توګه
- د اټومي انرژۍ ادارې اړوند برخو کې
- څېړنیزو ادارو کې د څېړونکي په توګه
- تولیدي فابریکو کې د کیفیت کنترولوونکي په توګه لکه د پلاستیکي توکو، پایپونو، پاکوونکو موادو، رنګونو، کاغذونو، ټوکرو، کېمیاوي سرو، د ژوند لپاره تسهیلي توکو، مصنوعي سون توکو او داسې نورو کې
- د کانونو او پټرولیم وزارت مربوطه لابراتوارونو کې
- د اوبو او انرژۍ وزارت مربوطه لابراتوارونو کې
- دغاع او داخلې وزارتونو کې د چاودېدونکو توکو کنترول برخه کې
- کرنې وزارت مربوطه لابراتورونو کې
- د ګمرکاتو مربوطه لابراتوارونو کې
- د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مربوطه برخو کې
- د خوړو او درملو اداره کې مربوطه برخو کې
- د الکټرونیکي صنایعو او نانو ټکنالوژۍ اړوند برخو کې
- د ودانیزو توکو کیفیت برخه کې.
|
د کېمیا څانګې د علمي کادر غړی احصائیه |
|||||||||||
|
شمېره |
نوم |
تخلص |
د پلار نوم |
علمي رتبه |
د تحصیل درجه |
تحصیلي څانګې |
تقرر نېته |
کاري تجربه |
علمي آثار |
د علمي مقالو خپرېدل |
کتنې |
|
۱ |
صفی الله |
نوابی |
عبدالجلیل |
پوهنیار |
ماسټر |
عضوی کېمیا |
۲۴/۲/۱۳۹۳ |
10 |
1 |
4 |
|
|
۲ |
محمد جاوید |
ستانکزی |
محمد شریف |
پوهندوی |
ماستر |
تحلیلی کېمیا |
۱۱/۵/۱۳۹۴ |
9 |
1 |
8 |
|
|
۳ |
عزیر محمد |
کاکړ |
پاینده محمد |
پوهنیار |
ماستر |
فزیکی کېمیا او د ذراتو علوم |
۱۹/۱/۱۳۹۷ |
7 |
1 |
۱۲ |
|
|
۴ |
سردارولي |
ثاقب |
احمد نبي |
نوماند پوهنیار |
لېسانس |
کېمیا |
۱/۱۱/۱۴۰۱ |
2 |
- |
- |
|
|
۵ |
محمد فلاح |
سلطانی |
محمد انور |
نوماند پوهنیار |
لېسانس |
کېمیا |
۷/۱۰/۱۴۰۲ |
2 |
- |
- |
|
|
۶ |
شېرمحمد |
حریفال |
امیر محمد |
نوماند پوهنیار |
لېسانس |
کېمیا |
۲۷/۲/۱۴۰۳ |
1 |
- |
- |
|
د نامزد پوهنیار محمد فلاح سلطاني ژوندلیک
نامزد پوهنیار محمد فلاح سلطاني، د محمد انور زوی او د سلطان محمد لمسی، په ۱۳۷۳ کال کې د لوګر ولایت د برکيبرک ولسوالۍ په یوه عادي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
نوموړي په ۱۳۷۷ کال کې د ځینو شرایطو او ستونزو له امله د ایران هېواد ته ولاړ او هلته یې د خپل ژوند او زدهکړو نوی پړاو پیل کړ. نوموړي خپلې لومړنۍ زدهکړې د شهید حسن اتحادي په لومړني ښوونځي، منځنۍ زدهکړې یې د شهدای ابهر په متوسطه ښوونځي او د لېسې زدهکړې یې د اصفهان ولایت په شهید محمدتقي شریعتي لېسه کې ترسره کړې او په ۱۳۹۰ کال کې یې دغه دوره په ممتازې درجې پای ته ورسوله.
نوموړي په ۱۳۹۱ کال کې د اصفهان په امام خمیني د پېشدانشګاهي انسټیټیوټ کې د پېشدانشګاهي دوره په ممتازې درجې پای ته ورسوله او په ۱۳۹۲ کال کې د لوړو زدهکړو د دوام په موخه هېواد ته راستون شو. نوموړي په ۱۳۹۴ کال کې د کانکور ازموینې له سپارلو وروسته، د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا ډیپارټمنټ ته لار وموندله او د کیمیا په برخه کې یې د تخصصي زدهکړو بهیر پیل کړ.
په ننګرهار پوهنتون کې د یوه سمستر له بشپړولو وروسته، پروان پوهنتون ته تبدیلی وکړ او په ۱۳۹۸ کال کې یې د لیسانس دورې زدهکړې په ممتازې درجې پای ته ورسولې.
نامزد پوهنیار محمد فلاح سلطاني له لوړو زدهکړو څخه تر فراغت وروسته، له ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ کال پورې د امید افغان-ترک په کورس کې د کانکور د کیمیا په برخه کې د کانکور د نوماندانو په تدریس او روزنه کې بوخت و. وروسته، د ۱۴۰۲ کال د ۲/۹ نېټې پر بنسټ، د آزادې سیالۍ له لارې د لوګر پوهنتون د کیمیا ډیپارټمنټ د علمي کادر د غړي په توګه مقرر شو او د لوړو زدهکړو په برخه کې یې خپل رسمي فعالیت پیل کړ.
نوموړي د ۱۴۰۳ کال له اسد میاشتې څخه، د لوګر پوهنتون د وړاندیز او د محترم لوړو زدهکړو وزارت د منظورۍ پر بنسټ، د کیمیا ډیپارټمنټ د آمر په توګه معرفي شو او له هغه وخت راهیسې، د علمي او ښوونیزو فعالیتونو ترڅنګ، د دغه ډیپارټمنټ د رهبرۍ او مدیریت مسؤولیت هم پر غاړه لري.
د کیمیا څانګې د علمي پروګرام د دورهيي بیاکتنې پایله – کال ۱۳۹۹
د علمي پروګرامونو د کیفیت د منظمې ارزونې او د کیفیت د تضمین او دوامدارې پرمختیا د بهیر په چوکاټ کې، د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا څانګې علمي پروګرام په ۱۳۹۹ کال کې د دورهيي بیاکتنې له بهیر څخه تېر شو. دغه بهیر د دورهيي بیاکتنې د موظف پلاوي له خوا ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د علمي پروګرام بېلابېل اړخونه؛ لکه د تدریس کیفیت، د محصلینو تحصیلي پرمختګ، د فارغانو د استخدام وضعیت، د محصلینو او فارغانو نظریات، د علمي کادر ظرفیت، ښوونیزې او فزیکي سرچینې، علمي او څېړنیزې چارې او د څانګې اړوند نور علمي، اداري او ښوونیز فعالیتونه وڅېړل او وارزول شول.
د ترسره شوې ارزونې موندنو وښودله چې د کیمیا څانګې په بېلابېلو علمي او ښوونیزو برخو کې د پام وړ فعالیتونه او مثبتې تجربې درلودې. د څانګې د لیدلوري او رسالت ترتیب او خپرول، د پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړول، د لوړو زده کړو وزارت له تأیید شوي کریکولم سره سم د درسي مفرداتو تنظیم، د محصلینو لپاره د لارښود استادانو ټاکل، د تدریس کیفیت ته پاملرنه او د پایلو پر بنسټ د زدهکړې (OBE) او محصلمحورې زدهکړې (SCL) تګلارو کارول، د دورهيي بیاکتنې په ترڅ کې له ثبت شویو مثبتو مواردو څخه وو. سربېره پر دې، د استادانو علمي او څېړنیزې چارې، په علمي او اداري کمېټو او د پوهنتون په بېلابېلو پروګرامونو کې د هغوی فعاله ونډه، په علمي او مسلکي ورکشاپونو کې ګډون او د محصلینو د مونوګرافونو د لارښوونې او دفاع اړوند بهیرونو تنظیم، د څانګې له نورو مثبتو فعالیتونو څخه ګڼل شوي دي.
د تحصیلي پرمختګ په برخه کې د محصلینو وضعیت او د هغوی د تحصیلي ارتقا بهیر هم وڅېړل شو. د دورهيي بیاکتنې په راپور کې د ثبت شویو معلوماتو له مخې، نږدې ۹۰ سلنه د کیمیا څانګې محصلینو خپلې زدهکړې په بریالیتوب سره دوام ورکړی او لوړو سمسترونو ته ارتقا یې کړې ده. همدارنګه، په ۱۳۹۹ کال کې د کیمیا څانګې ۴۶ تنه محصلین فارغ شوي او خپل مونوګرافونه یې په بریالیتوب سره دفاع کړي دي.
د فارغانو د استخدام او د هغوی د تحصیلي وضعیت دوام هم د بیاکتنې له مهمو برخو څخه وو. د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د کیمیا څانګې د پام وړ شمېر فارغان په ښوونځیو، دارالمعلمینونو، انستیتوتونو، ښوونیزو بنسټونو او نورو دولتي او خصوصي ادارو کې په اړوندو برخو کې دندې ترسره کوي او یو شمېر نورو یې خپلې لوړې زدهکړې په لوړو تحصیلي مقاطعو کې دوام ورکړی دی. همدارنګه، له فارغانو سره اړیکې ساتل شوې او د هغوی نظریات او کاري تجربې د څانګې د فعالیتونو د لا ښه والي په موخه په پام کې نیول شوې دي. د دورهيي بیاکتنې پلاوي هم د فارغانو علمي او مسلکي ظرفیت مثبت ارزولی او د هغوی د استخدام د کچې د لا لوړولو لپاره یې پر لا ډېرو هڅو ټینګار کړی دی.
د تدریس د کیفیت او د محصلینو د نظریاتو په برخه کې هم د قوت ټکي او د لا ښه والي اړتیاوې په ګوته شوې. د ارزونې پایلو د تدریسي وړتیا، ښوونیزو موادو او اکادمیک نظم په اړه د محصلینو د پام وړ رضایت څرګند کړی دی. په ورته وخت کې، د محصلمحورو تدریسي لارو د لا پیاوړتیا، د ښوونیزو سرچینو د نوي کولو او په تدریسي بهیر کې د ټکنالوژۍ د لا اغېزمنې کارونې اړتیاوې هم مشخصې شوې. څانګې د تدریس د کیفیت د لوړولو په موخه د محصلینو ورکړل شوي نظرونه په پام کې نیولي او د ښوونیزو لارو د لا ښه والي موضوع یې په خپلو کاري پلانونو کې شامله کړې ده.
د بشري سرچینو او ښوونیزو امکاناتو له پلوه هم یو شمېر اړتیاوې په ګوته شوې. د څانګې د ښوونیزو فعالیتونو او د اړوندو مضمونونو د تدریس د حجم په پام کې نیولو سره، د علمي کادر د ظرفیت لوړول او د نویو علمي کادر غړو د جذب زمینه برابرول د دورهيي بیاکتنې د پلاوي له مهمو وړاندیزونو څخه وو. همدارنګه، د ښوونیزو امکاناتو، علمي سرچینو او د ښوونیزو فعالیتونو د اغېزمن تطبیق لپاره د اړینو فزیکي شرایطو د لا ښه کولو پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.
د دورهيي بیاکتنې له ترسره کېدو وروسته، د علمي پروګرامونو د دورهيي بیاکتنې راپور، چې د کیمیا څانګې راپور هم پکې شامل و، د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندې او د وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې ریاست له خوا وڅېړل او تحلیل شو. د لوړو زده کړو وزارت د راپور له ارزونې وروسته، سره له دې چې د لا سمون لپاره یې یو شمېر موارد مشخص کړل، د دورهيي بیاکتنې اصل راپور یې تأیید کړ او د کیمیا څانګې د علمي پروګرام د فعالیتونو دوام یې هم تأیید کړ. وزارت په خپل رسمي مکتوب کې د مشخصو مواردو پر اصلاح او د دورهيي بیاکتنې د پلاوي د نظریاتو او وړاندیزونو پر عملي کولو په پروګرام، پوهنځي او پوهنتون کچه ټینګار کړی دی. دغه موضوع څرګندوي چې د دورهيي بیاکتنې عمومي پایلې د وزارت له خوا تأیید شوې او د کیمیا څانګې ته د ټاکل شویو اصلاحاتو په پام کې نیولو سره د خپلو علمي او ښوونیزو فعالیتونو د دوام زمینه برابره شوې ده.
د وزارت له خوا مطرح شوي د اصلاح وړ موارد، چې د محصلینو د پرمختګ، د فارغانو د استخدام، د محصلینو او فارغانو د نظریاتو، بشري او ښوونیزو سرچینو اړوند د معلوماتو او اسنادو منظم تکمیل او راپور ورکول، او همدارنګه د نیمګړتیاوو او کمزوریو د له منځه وړلو لپاره د عملیاتي پلان جوړول پکې شامل وو، د کیفیت د تضمین د بهیر د پیاوړتیا په موخه په پام کې نیول شوي دي. د کیمیا څانګې هم د کیفیت د دوامدارې پرمختیا په موخه وړاندې شوي نظریات او وړاندیزونه په خپلو راتلونکو پلانونو او فعالیتونو کې په پام کې نیولي دي.
په پایله کې، د ۱۳۹۹ کال دورهيي بیاکتنه د کیمیا څانګې د علمي پروګرام د وضعیت یوه رسمي او اغېزمنه ارزونه وه چې پایلې یې د دورهيي بیاکتنې د پلاوي او د لوړو زده کړو وزارت په کچه تأیید شوې او د کیمیا څانګې د فعالیتونو دوام هم تأیید شو. دغه بهیر د څانګې د پیاوړتیاوو د پېژندنې، د اړتیاوو د تشخیص او د کیفیت د لا ښه والي لپاره د لومړیتوبونو د ټاکلو زمینه برابره کړه او د علمي، ښوونیزو او اداري فعالیتونو د کیفیت د دوامدارې پرمختیا لپاره یې مهم بنسټ رامنځته کړ.
د کیمیا څانګه د دې لاسته راوړنې پر بنسټ او د مطرح شویو نظریاتو او وړاندیزونو په پام کې نیولو سره، د کیفیت د دوامدارې پرمختیا، د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا، د علمي کادر د ظرفیت د لوړولو، د ښوونیزو سرچینو او امکاناتو د ښه والي او د محصلینو او فارغانو اړتیاوو او نظریاتو ته د لا زیاتې پاملرنې په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د دیپارتمنت نصاب
.د محصلانو لارښود کتاب
بروشور
کتلاک د دیپارتمنت
دیپارتمنت پالیسی سند
|
|
||
|
|
||