لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پسرلني سمستر ازموینې په منظم ډول روانې دي!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۶
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۴کال جنګاښ/ سرطان ۲۲مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۴۰۴کال پسرلني سمستر د پای ازموینې له منظم مهالوېش او د دغې موسسې د رهبري او همدا راز د ازموینو عموي کمېټې له څار سره سمې روانې دي.
د دغې موسسې رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د ازموینو له بهیر څخه د څارنې پر مهال پر زده کړیالانو د ښو ازموینو ورکولو او په پوښتنپاڼو کې د شې ځیرکتیا ټینګار وکړ. ښاغلي صارم همدا راز زده کړیالان اړ وبلل، چې د ازموینې وخت او نور اړوند اصول په سمه توګه په پام کې ونیسي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګو د لومړیو ټولګیو نویو زده کړیالانو ته د لابراتوار لارښود تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار وړاندې شو!

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمري ۲۶مه او د ۱۴۴۷ صفرالمظفر ۲۳مه نېټه. 
لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګو د لومړیو ټولګیو نویو زده کړیالانو ته د لابراتوار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

لوګر د لوړو زده کړو مؤسسه، لوګر پوهنتون شو!

شنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمری ۲۵مه او د ۱۴۴۷ صفرالمظفر ۲۲مه نېټه.
لوګر پوهنتون رهبري د هیواد په کچه د ټولو لوړو زده کړو موسسو د نوم بدلېدل پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو وزارت رښتینې هڅې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۴۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت ۱۱ ګوني معیارونه د دوه ورځني سمینار په لړ کې تشریح شول!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمري ۲۲مه او د ۱۴۴۷ صفرالمظفر ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټولو اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت ۱۱ ګوني معیارونه، چې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین. . .

BACK TO NEWS