لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پسرلني سمستر ازموینې په منظم ډول روانې دي!

یکشنبه: د ۱۴۰۴کال جنګاښ/ سرطان ۲۲مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۴۰۴کال پسرلني سمستر د پای ازموینې له منظم مهالوېش او د دغې موسسې د رهبري او همدا راز د ازموینو عموي کمېټې له څار سره سمې روانې دي.
د دغې موسسې رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د ازموینو له بهیر څخه د څارنې پر مهال پر زده کړیالانو د ښو ازموینو ورکولو او په پوښتنپاڼو کې د شې ځیرکتیا ټینګار وکړ. ښاغلي صارم همدا راز زده کړیالان اړ وبلل، چې د ازموینې وخت او نور اړوند اصول په سمه توګه په پام کې ونیسي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.