ریاضي څانګه

سریزه

  داچې ښوونه او روزنه د يوې ټولنې لپاره تربل هرڅه د مخه ډېره مهمه او حتی د ملا د تېر حیثیت لري نو پر همدې بنسټ  د یو هېواد حکومتونه او ورته نورې ښوونیزې ادارې مسؤولیت لري چې د نافذۀ قوانینو په چوکاټ کې د ټولنې د ټولو وګړو لپاره په علمي برخه کې چوپړتیاوي وړاندې کړي. نو همدې ته په کتو لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د ریاضي څانګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت د یو مهم رکن تر چتر لاندې موجوده امکاناتو ته په کتو سره خپل مسؤولیت بولي چې د زده کړو په برخه کې د هېواد ځوان نسل، په ځانګړي ډول د یاد علمي او اکاډمیک مرکز زده کړیالانو ته چوپړتیاوي وړاندې کړي.

د ریاضي څانګې لرلید

  د علمي کادر غړو د ظرفیت لوړوالی او لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي  په چوکاټ کې د زده کړیالانو د روزلو په برخه کې د یوه غوره  علمي او پیاوړي بنسټ په توګه د دغه څانګې تثبیتول همدارنګه  ټولنې ته د هغې د اړتیاوو سره سم په اسلامي، ملي او بشرپاله روحیه سره د متخصصو او مسلکي کسانو وړاندې کول.

د ریاضی څانګې شتون د علمي او ټولنیزو اړتیاوو پر بنسټ

  د ریاضي څانګه لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې یو له مهمو او اساسي آدرسونو څخه ده چې د ځوان نسل او په ځانګړي ډول د ښوونکو د روزلو ترڅنګ په مسلکي ډول د ریاضی په برخه کې په یاد ولایت کې شتون لري، که څه هم د لوګر ولایت ځوانان په ځانګړي ډول خویندې د ټولنیز او فرهنګې وضعیت د محدودیتونو له کبله له 1393 ل کال څخه د مخه د ریاضي له زده کړو بې برخې وې، مګر له نېکه مرغه باید ووایو چې په اوس وخت کې د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې په شتون کې او د ریاضی څانګې  په جوړیدو سره د ریاضی په برخه کې د مسلکي ښوونکو د لېسانس په کچه د تحصیلي درجې د لوړولو ترڅنګ مخ پر زیاتېدو دي چې په نژدې راتلونکي کلونو کې به د دې ولایت د پوهنې د برخې ستونزې د مسلکي ښوونکو په برخه کې تر ډېره بریده پورې حل شي.

بله خوا علمي څېړنې د لوړو زده کړو یوه مهمه برخه تشکیلوي چې بیا د هغو په مرسته کولای شوو علمي حقایق پیدا او تحقیقي څېړنې په لیکلي، تدریسي او د علمي کنفرانسونو په بڼه ټولنې ته وړاندې کړو، د ریاضی په برخه کې تحقیقات د ټولنې یو له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، چې په ترسره کولو به یې له یوې خوا د ریاضي برخه بډایه شي او له بلې خوا به په زده کړیالانو کې د تحرک روحیه هم پیاوړي شي ترڅو د یوه پیاوړي نسل په توګه د هېواد علمي ډګر   ته ور ودانګي او د هېواد په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

د ریاضی څانګې مخینه         

د ریاضي فزیک څانګه لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې د وړاندیز  او د ۱۳/۱۲/۱۳۹۳ ل کال سره سم او د جمهوري ریاست د عالي مقام د (۱۲۰۰) ګڼې حکم د ۲۰/۲/۱۳۹۲ نېټې سره ایجاد او د څلور تنو علمي کادر غړو په درلودو یې په فعالیت پیل وکړ، چې په لومړۍ دوره کې یې ۱۲ تنه نارینه زده کړیالان درلودل.

لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د (۱۶۵) ګڼې وړاندیز او د ۲۵/۳/۱۳۹۴ نېټې سره سم د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو له ریاست څخه د یادو څانګو د بېل والي غوښتنه وکړه، چې خوشبختانه بیا د (۱۱۴) ګڼې حکم پر بنسټ د ۹/۴/۱۳۹۴ نېټې سره سم د تقنین او پراختیایي آمریت له لوري د علمي بورډ د ۸/۴/۱۳۹۴ نېټې د پریکړې پر بنسټ د ریاضی څانګه د نورو څانګو په څېر مستقله او د دری علمي کادر غړو په درلودو سره یې په فعالیت پیل وکړ .

د ریاضي - فزیک له څانګو څخه په کال ۱۳۹۶ ل کې (۱۷) تنه او په کال  ۱۳۹۷ل کې (۳۶) تنه فارغ شول.

د ریاضی څانګه وروسته له هغې چې د فزیک له څانګې څخه جدا شوه په لومړي ځل یې په کال ۱۳۹۸ ل کې (۴۵) تنه فارغان ورکړل چې جنسیت ته په کتو له هغې جملې څخه یې ( ۳ ) تنه اناث وو.

د ریاضي څانګه په اوس وخت کې څلور تنه علمي کادر غړي لري چې له دې جملې څخه یې یو تن د ماسټرۍ تر کچې له لوړو زده کړو څخه برخمن دۍ او دوه تنه همدا مهال له هېواد څخه بهر د ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دی اودغه راز په نژدې راتلونکي کې به دا پاتې یو تن بل هم د ماسټرۍ د زده کړو په موخه له هېواد څخه بهر ولېږل شي.

د یادولو وړ دی چې همدا مهال د ریاضی  اړوند ( ۲۱۶  )  تنه زده کړیالان د لېسانس دوري په زده کړو بوخت دي.

د استادانو بیوګرافي