ریاضی څانګه

لرلیدVision : دعلمي کادر د غړو د ظرفیت لوړوالي او لوګر د لوړوزده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د زده کړیالانو د روزلوپه برخه کې یوغوره علمي او پیاوړي بنسټ په توګه د دغه څانګې تثبیتول او همدارنګه ټولنې ته دهغې د اړتیاوو سره سم  په اسلامي ، ملي او بشرپاله روحیې سره د متخصصو او مسلکي کسانو وړاندې کول.

رسالت Mission : ریاضي څانګه هڅه کوي دعلمي او ښوونېزې تکنالوژۍ د وروستیو موندنو څخه په ګټه اخیستنې سره د زده کړیالانو سلوک، رفتار او ذهنیت ته پراخیتا ورکړي ترڅو انساني مسلکی ځواک په اسلامي او ملي روحیه د ریاضي څانګې ښوونکي د ښوونیز، تحصلی بنسټونو لپاره لکه ښوونځي، د لوړوزده کړو مؤسسې او پوهنتونونو د ښوونیزو تحصيلي چارو د مخته وړلو، وده، تعلیمي تحصیلي نظام د پرمختګ اود هېواد د نورو دولتي او خصوصي بنسټونو لپاره روزي او ټولنې ته یې وړاندې کوي.