د درنو استادانو او څېړونکو د پام وړ!

عینک مجله، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې علمي او څېړنیزه خپرونه ده، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت څخه د رسمي جواز ویاړ لري. دا مجله د طبیعي او ټولنیزو علومو کې د استادانو او څېړونکو علمي څېړنیزې مقالې د پنځمې ګڼې لپاره په لاندې څانګو کې خپروي:
طبیعي علوم: ریاضي، فزیک، کېمیا، بیولوژي، اقتصاد او کرنیزه پراختیا او اگرانومي.
ټولنیز علوم: فقه او قانون، اسلامي تعلیمات،اسلامي ثقافت، ارواپوهنه، روزنیز علوم او ادبیات ( پښتو او دري).
د مقالې په لیکلو کې باید لاندې ټکي مراعات شي:
• د دري، پښتو او عربي لیک ډول باید (Bahij Zar) او د انګلیسي لیک ډول(Times New Roman) وي.
• د علمي او څېړنیزې مقالې لپاره باید ۲۰ سرچینې او د مروري مقالې لپاره باید ۲۵ سرچېنو څخه لږ نه وي.
• مقالې باید په ترتیب شوي ټمپلیټ (Templet) کې ځای پر ځای شي.
• د مقالې لېږلو او نورو معلوماتو لپاره، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې وېبپاڼې، (عینک علمي- څېړنیزې مجلې) برخې ته مراجعه وکړئ:
https://logu.edu.af
ainakjournal@gmail.coml
منل شوې مقالې لوګر د لوړزو زده کړو مؤسسې په وېبپاڼه کې په انلاین بڼه خپرېږي.
- مجله په پښتو، دري او عربي ژبو مقالې مني.
- د مجلې دفتر له لیکوالانو څخه د مقالې د کتلو او چاپ لپاره هېڅ حق الزحمه نه اخلي.
- د مقالې لېږلو لپاره اړوند فورم ډکول اړین دي.
- د مقالې لیږلو وروستۍ نېټه ۳۰/ زمري/۱۴۰۴