د خزاني سمستر د درسونو د پیل خبرتیا!

logu_admin
آغاز سمستر خزانی

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورګونو پوهنځیو ټولو زده کړیالانو ته خبر ورکول کېږي، چې د (١٤٠٣ ھ.ل) کال د خزاني سمستر درسونه به د لوړو زده کړو وزارت له مهال وېش سره سم د روان کال د وږي میاشتې په لمړۍ ۱ / ۶ / ۱۴۰۳ نېټه پیل شي.
نو له ټولو درنو زده کړیالانو غوښتنه کېږي، چې په ټاکلي وخت خپلو درسونو ته حاضر شي، تر څو له درسونو څخه پاتې او یا هم د حاضري په کتابونو کې محرم نشي.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۵۵
Background image

د خزاني سمستر د درسونو د پیل خبرتیا!

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورګونو پوهنځیو ټولو زده کړیالانو ته خبر ورکول کېږي، چې د (١٤٠٣ ھ.ل) کال د خزاني سمستر درسونه به د لوړو زده کړو وزارت له مهال وېش سره سم د روان کال د وږي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۵:۷
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې کار اهل کار ته د سپارلو په موخه ۷ بېلابېل اداري او خدماتي تش بستونه اعلان ته سپارلي و، چې پر شرایطو برابرو نوماندانو شارټ لېست/لنډ لېستونه یې دا دی تاسو سره شریک شول.

خبرتیا!
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې کار اهل کار ته د سپارلو په موخه ۷ بېلابېل اداري او خدماتي تش بستونه اعلان ته سپارلي و، چې پر شرایطو برابرو نوماندانو شارټ لېست/لنډ لېستونه یې دا دی . . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۷ - ۱۰:۳۱
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې څخه ۱۱۰ تنه ځوانان په څلور کلنو لوړو زده کړو مالامال فارغ شول!

پنجشنبه: د ۱۴۰۳ کال اسد/زمري ۲۵مه او د ۱۴۴۶ صفر ۱۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې له ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځیو څخه ۱۱۰ تنه ځوانان په څلور کلنو لوړو زده کړو مالامال فارغ او ټولنې . . .

Back to announcements