د جیولوجي او کانونو پوهنځي لخوا د جیولوجیستانو نړیوالې ورځې په پار علمي سمینارونه وړاندې شول!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۵۶
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غویي ۲مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم۲۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي د استادانو لخوا د جیولوجیستانو نړیوالې ورځې په پار علمي سمینارونه د د دغې موسسې د رهبري، استادانو، د لوګر د ولایتي ادارو یوشمېر مسؤلینو، په لوګر کې د مس عینک کان د (MCC) او )تویار) شرکتونو کورنیو او چینایي مسؤلینو او همدا راز د جیولوجي او کانونو زده کړیالانو په ګډون سره وړاندې کړل.
په پیل کې لوګر د لوړو زده کړو د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتورشفیق الله شفقت د ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د جیولوجیستانو پر مسؤلیت، ارزښت او مقام ارزښتمنې خبرې وکړې. ښاغلي شفقت همدا راز د هیواد اقتصادي او تکنالوژیکي پرمختګ له طبیعي زېرمو او په ځانګړي ډول له کانونو څخه پر سالمې ګټې اخستنې او استخراج کې دی، چې باید د دې برخې مسلکي انجنیران خپل ملي او اسلامي مسؤلیت په سمه توګه ترسره کړي. ورپسې د لوګر ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست استازي انجنیر محمد یعقوب امیني هم په خپلو خبرو کې په لوګر کې د مس عینک کان د (MCC) او )تویار) شرکتونو کورنیو او چینایي مسؤلینو ته د کانونو د پروسس او کیندولو پر وخت د چاپېریال سانتې اړوندو لازمې لارښوونې او سپارښتنې بیان کړې. تر دې وروسته د لوګر ولایت د اقتصاد ریاست استازي څارنوال امیرحمزه مسلم په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د لوګر مس عینک کان څخه د کټې اخستنې او استخراج په پایله کې دې د لوګر آبادي او پراختیاي کارونو ترسره کولو ته پوره پاملرنه وشي. ورته مهال د جیولوجي او کانونو پوهنځي سرپرست رییس پوهنیار محمد خالد درمان په خپلو خبرو کې د جیولوجیستانو نړیوالې ورځې د ارزښت تر څنګ وویل، چې په تېر کې د هیواد د شته کاني زېرمو سالم او منظم استخراج ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او د دغې برخې پر زده کړیالانو یې غږ وکړ، چې له درسونو د فراغت وروسته دې یادې برخې ته په پوره اخلاص سره کار وکړي. ښاغلي درمان همدا راز زیاته کړه، چې له طبیعي زېرمو څخه د سالمې ګټې اخستنې په صورت کې به په هیواد کې د ښې تکنالوژي خاوندان یو. د دې تر څنګ د جیولوجي او کانونو پوهنځي استاد پوهنیار نورالرحمن رحماني او همدا راز د (تویار) شرکت استازي انجنیر احمدالله هم په خپلو وار سره ترتیب شوي علمی-څېړنیز سمینارونه وړاندې کړل.
په پای کې د جیولوجي او کانونو پوهنځي د څلورم ټولګي د زده کړیالانو لخوا ګډونوالو ته په مسلکي برخه کې په زړه پورې تر تیب شوې تمثیلي پارچه وړاندې شوه او یاده غونډ د دغې موسسې د رهبري لخوا په لوګر کې د مس عینک کان د (MCC) او )تویار) شرکتونو کورنیو او چینایي مسؤلینو ته د ترتیب شویو مننلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS