خبرتیا!

logu_admin

هغو علماء ڪرامو ته چې د ۱۴۴۵هـ ق کال د رجب او شعبان میاشتو کې يې د عاليې (لیسانس) او عالمیې (ماسټرې) مرحلو ازموینه بریالي شوي دي یو ځل بیا اطمنان ورکوو چې د نوموړو علماء ڪرامو د نتایجو د اصلاح لپاره کميټې ټاکل شوي ان شاالله په نږدي راتلونکې به مو اسناد چاپ شي.
له ټولو علماء ڪرامو څخه یو ځل بیا غوښتنه کوو چې په سوانحو کې د لیسانس او ماسټرې د معامله کولو په موخه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ته مراجعه ونکړي.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۴
Background image

خبرتیا! د لوګر ولایت ټولو د دولسم ټولګیو فارغو تنکیو ځوانانو!

داچي لوګر د لوړو زده کړو موسسې/ لوګر پوهنتون لخوا د لوګر ولایت د دولسمو ټولګیو فارغو تنکیو ځوانانو او د سږ ۱۴۰۴کال عمومي کانکور ازموینې ټولو ګډونوالو ته د لوګر د پوهنې قدرمن ریاست سره . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۲:۲۳
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پسرلني سمستر د پیل خبرتیا! قدرمنو محصلانو!

قدرمنو محصلانو!
د لوړو زده کړو وزارت د هدایت پر اساس د ټولو سړو سیمو پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو د ۱۴۰۴ تحصیلي کال د پسرلني سمستر درسونه د روان ۱۴۰۳ کال د کب/حوت میاشتې په ۱۵مه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۲:۱۴
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر ولایت پوهنې ریاست اړوند د ښوونکو او اداري تشو بستونو د ازموینې د بایومتریک لړۍ پیل شوه!

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال دلو/سلواغه ۱۵مه او د ۱۴۴۶ شعبان المعظم ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ښوونکو او اداري  تشو بستونو د ازموینې لپاره د نږدې . . .

Back to announcements