استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا وړاندې شو.
دغه روزنيز سمينار چې د لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونيت اړوند د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهنوال دکتور وحيدالله عبدالرحيم زي لخوا د مسلکي پراختيا مرکز په تالار کې وړاندې شو، ګډونوال يې د دغه پوهنتون ګڼ شمېر استادان وو.
ورته مهال د دغه پوهنتون سرپرست رئيس پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي خوښي وښوده، چې لوګر پوهنتون په خپلو کادري غړو کې داسې وړتيا لرونکي او لوړ رتبه استادان لري، چې پر مټ يې نورو استادانو او اداري کارکوونکو ته په اړونده او مسلکي برخو کې روزنيز سمينارونه وړاندې کوي. نوموړي همدا راز د څېړنو او علمي مجلې له آمر ښاغلي عبدالرحيم زي څخه د مننې ترڅنګ پر استادانو ټینګار وکړ، چې له دا ډول روزنیزو سمينارونو څخه د پام وړ ګټه واخلي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS