لوګر پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د کلمات علمي او څېړنیزې ادارې لخوا فکري او اصلاحي سمینار وړاندې شو؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۲:۱۲
11

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۱۹مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۱۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د دغه رهبري په همغږي د کلمات علمي او څېړنیزې ادارې لخوا فکري او اصلاحي سمینار د ځانګړو موضوعاتو په لرلو سره وړاندې شو.
د یاد فکري او اصلاحي سمینار پیل د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته د لوګر پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم په پیل او ښه راغلاست وینا سره وشو. ښاغلي صارم کلمات اداره د ځوان نسل د فکري روزنې او اصلاحي برنامو په برخه خورا د ښه خدمت مرکز یاد کړ او د دې تر څنګ یې د یادې ادارې له مسؤلینو په دغه تحصیلي مرکز کې د لانورو روزنیزو او فکري برنامو او سمینارونو د وړاندې کولو هیله وښوده.
ورپسې د دیني عالم شیخ القرآن والحدیث ابوعزام صاحب لخوا د سمینار ګډونوالو ته د استعمار په اړه هر اړخیز بیان وشو. ښاغلي ابوعزام صاحب په ځوانانو او محصلانو غږ وکړ، چې له قوم پرستۍ او سمت پرستۍ څخه ځان وژغوري؛ ځکه دا هغه څه دي، چې د استعمار سرچینه جوړیږي او په تکرار سره یې ټولنه له خورا ناخوالو او بدبختیو سره مخ کیږي. نوموړي همدا راز پر محصلانو ټینګار وکړ، چې د اسلامي امت د یوالي او پیاوړتیا په موخه په پوره مېړانه، سالمي عقیدې او اسلامي فکر لاسونه سره یو کړي.
ورته مهال د سمینار بل ویناوال او دیني عالم مفتي عبدالصبور حقاني هم په خپلو خبرو کې د استعمار پر پېژندنه او تاریخي اړخ خبرې وکړي او د دې تر څنګ یې پر محصلانو ټینګار وکړ، چې د غربي او پرديو فکرونو او نظریو پر وړاندې تل مبارز پاتې شي او یادو تاثیراتو ته په خپله اسلامي ټولنه کې ځای ورنه کړي.
یاد علمي، فکري او اصلاح سمینار د دغه پوهنتون د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی لخوا د دعایې په لوستلو سره پای وموند.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۴۳
Background image

لوګر پوهنتون کې د ۱۴۰۴ کال خزاني سمستر د پای ازموینې پیل شوې؛

شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
لوګر پوهنتون کې د څلورګونو پوهنځيو د ۱۴۰۴ کال خزاني سمستر د پایې ازموینې د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سمې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بادام باغ څېړنیز مرکز ته علمي سیر ترسره کړ؛

شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
 لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د درېیم ټولګي محصلانو د تېرې اونۍ په لړ کې د عملي او مسلکي زده کړو په موخه د کرنې، اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو محصلان له نشه توکو څخه د ځان ساتنې په اړوند معلوماتي سمینارونو څخه برخمن شول

شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو محصلان له منظمو مهالوېشونو سره سم له نشه یي توکو څخه د ځان ساتنې په اړوند معلوماتي. . .

BACK TO NEWS