د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړيو ټولګيو محصلانو ته د (نشه يي توکو رواني زيانونه) تر سرليک لاندې معلوماتي سمينار وړاندې شو؛
سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/ تلې ۲۲مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۲۱مه نېټه.
لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړيو ټولګيو محصلانو ته د (نشه يي توکو رواني زيانونه) تر سرليک لاندې معلوماتي سمينار د رواني مشاورې کمېټې د مسؤل نوماند پوهنيار نصيراحمد سهاک لخوا وړاندې شو.
په یاد سمینار کې د نشه يي توکو رواني، ذهني او ټولنیزې اغېزې له علمي اړخه بيان شوې او همدا راز يې په ټولنه کې شته ننګونو او زيانونو ته اشارې وشوې.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مديريت.
